منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بادغیس خلک د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له ټکني بهیره شکایت لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۴ کتنې

قلعه‌نو (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش بهیر له ټکني‌والي شکایت کوي او ادعا لري چې شاوخوا یو کال مخکې یې خپل اسناد طی مراحل کړي او بایومټریک شوي خو تر اوسه یې پېژندپاڼې ترلاسه کړې نه دي.

دغه خلک وایي، مسوولې ادارې بايد د تذکرو د وېش بهير چټکتیا لپاره اقدام وکړي؛ خو چارواکي وایي، د تخنيکي ستونزې له امله په دې پروسه کې خنډ رامنځته شوی و، خو اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.

د قلعه‌نو ښار اوسېدونکی محمدیار ناظم وایي، څه باندې یو کال کېږي چې د برېښنایي پېژندپاڼې د ترلاسه کولو لپاره یې عریضه کړې او ټول اړین اسناد یې طی مراحل کړي خو تر اوسه یې پېژندپاڼه نه ده چاپ شوې.

نوموړی د برېښنايي تذکرې لرل د هر وګړي لپاره ضروري بولي او له مسوولينو غواړي چې د دې پروسې د چټکتيا لپاره دې لازم اقدامات وکړي.

په همدې حال کې، د قلعه‌نو ښار يو بل اوسېدونکی احمد رحيمي هم ورته شکايت لري او وایي چې له انتظاره نور ستړی شوی دی.

احمد رحیمي شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې خپل اسناد طی مراحل کړي او بایومتریک شوی، خو تر اوسه یې تذکره نه ده ترلاسه کړې.

نوموړی زیاتوي: «حکومت باید دې برخې ته پاملرنه ولري؛ ځکه خلک پېژندپاڼې ته اړتیا لري.»

بلخوا بیا د بادغيس ولايت د برېښنايي پېژندپاڼو د زون عمومي مدير عصمت سهیل وايي، د تخنيکي ستونزو له امله د پېژندپاڼو د چاپ چارې بندې شوې وې، خو اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.

سرچینې زیاته کړه، سږ کال يې د څه باندې ۲۰ زره غوښتونکو بايوميټريکي معلومات ثبت کړي او له د دوی له نيمايي زیاتې تذکرې چاپ شوې دي.

سهیل زیاتوي، ډېر ژر به دغه تذکرې بادغیس ته ورسېږي او خلکو ته به ووېشل شي.

هغه له خلکو غواړي، له کومو کسانو سره چې له دغه مرکزه اړیکه نه ده نیول شوې نو دغه مرکز ته دې مراجعه وکړي او خپلې دوسیې دې تعقب کړي.

نوموړی زیاتوي، اوسمهال د دوی د کارونو پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نشته او خلک کولای شي چې په لنډه موده کې پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: «د تخنیکي ستونزو له امله د پېژندپاڼو د چاپ چارې درېدلې وې چې له نېکه‌مرغه ستونزې پای ته رسېدلې او د نیمایي مراجعینو تذکرې چاپ شوې دي چې ډېر ژر به بادغیس ته راورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې په بادغیس، بلکې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خلک د برېښنایي پېژندپاڼو د چاپ او وېش له پروسې څخه شکایت لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه