Pajhwok Afghan News

بلوچستان کې پر ټاکنیز کمپاین او امنیتي ځواکونو بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي

اټلانټا (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۲): د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې په وسله‌والو بریدونو او چاودنو کې شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي او تر لسو ډېر ټپیان دي.

پاکستانیو رسنیو د سلواغې په ۱۰مه، خبر ورکړی چې نن د بلوچستان ایالت په سبي سیمه کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر ټاکنیز کمپاین چاودنه شوې ده.

جیو ټلوېزیون د ځایي امنیتي مسوولینو به حواله خبر ورکړی چې په دې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په اتمه نېټه پاکستان کې پارلماني ټاکنې وشي.

بلخوا د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د بلوچستان ایالت د بولان ولسوالۍ په مچ سیمه کې د وړمې شپې په ډله‌ییز برید کې څلور سرتېري او اووه بریدګر وژل شوي دي.

پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ له خوا دغه ډله‌ییز برید په شا تمبول شوی او ګڼ شمېر ځانمرګي بریدګر هم وژل شوي دي.

بلخوا په ټولنیزو شبکو خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې بلوڅ وسله‌والو ګڼ شمېر پاکستاني سرتیري ژوندي نیولي او موټر یې سوځولي دي.

Views: 62

Exit mobile version