ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان او مېرمن یې یوه بله قضیه کې پر ۱۴ کاله بند محکوم شول

عمران خان او مېرمن یې یوه بله قضیه کې پر ۱۴ کاله بند محکوم شول

author avatar
31 Jan 2024 - 22:56
عمران خان او مېرمن یې یوه بله قضیه کې پر ۱۴ کاله بند محکوم شول
author avatar
31 Jan 2024 - 22:56

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): د پاکستان د فساد ضد یوې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن پر ۱۴ کلونو بند او شاوخو یونیم میلیارد کلدارو نغدي جریمې محکوم کړي دي.

د امریکا غږ خبر له مخې، عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي د ده د واکمنۍ پر مهال د دولتي سوغاتونو ترلاسه کولو په تړاو قضیه کې پر فساد تورن شوي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې عمران خان د محرمو دولتي اسنادو د افشا کولو قضیه کې پر ۱۰ کاله بند محکوم شوی و.

عمران خان او مېرمن ته یې دا سزا په داسې حال کې اورول شوې چې په پاکستان کې عمومي ټاکنو ته یوه اونۍ پاتې ده او په دغو ټاکنو کې د هغه د تحریک انصاف ګوند ګډون محدود شوی دی.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف سیاسي ګوند یوه ویاند رسنیو ته وویل: «زموږ د قضايي سیستم په تاریخ کې یوه بله غمجنه ورځ ده چې دغه سیستم له منځه وړل کېږي.»

عمران خان ته دغه سزا د اډیاله په نوم هغه زندان کې اورول شوې چې له اګسټ کې راهیسې په کې بندي دی. د هغه د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه‌محمود قریشي هم د محرمو دولتي اسنادو د افشا کولو په قضیه کې پر ۱۰ کاله بند محکوم شوی دی.

قریشي هم اوس په اډیاله زندان کې بندي دی.

عمران خان له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې صدراعظم و او د پوځ د ملاتړ له ترلاسه ورکولو وروسته د نه باور رایې په نتیجه کې له واکه ګوښه شو.

[/restrict]

Views: 74

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.