Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیراتونو ته د بېوزلو نه وربلل؛ دیني عالمان: دغه ډول خیراتونه ریا ده او هېڅ ثواب نه لري

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲): کابل ښار کې ځيني بې‌وزله کسان وایي چې په د خلکو د خیراتونو او او ختمونو مراسمو کې نه پرېښودل کېږي، شړل کېږي، سپکاوی یې کیږي او یا ورته پاتې شوي ډوډۍ ورکول کېږي، خو دیني عالمان بیا داسې خیراتونه ځان‌ښودنه او له ثوابه خالي بولي.

په افغانستان کې د بېلابېلو سیمو او قومونو خلک، له ناروغۍ د رغېدو، له مصیبتونو او ستونزو څخه د خلاصېدو، په کور کې د نوي زېږیدلي ماشوم په خوښۍ او یا هم د کورنۍ د غړي له مړینې وروسته د قرانکریم ختم او د خیرات مراسم ترسره کوي.

بې‌وزله کسان: خلک په خیراتونو او ختمونو کې یوازې خپل خپلوان او شتمن رابولي، خو موږ ته پاتې شوې ډوډۍ راکوي

مریم چې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ مسوولیت یې ور په غاړه دی، هره ورځ خپلې کورنۍ ته د خوړو برابرولو په موخه د کابل ښار په واټونو کاغذي دستمالونه پلوري، هغه وایي، دوه کاله مخکې یې خاوند د سرطان ناروغۍ له امله ومړ، ځوان زوی یې عصبي ناروغي لري او د کار کولو توان نه لري.

هغه وایي، ډېر وخت یې دستمالونه نه پلورل کېږي، نه شي کولای چې خپلو ماشومانو ته خواړه چمتو کړي او ان ځیني وخت یې ماشومان وږي هم پاتې کېږي.

مریم د دې لپاره چې اولادونه یې وږي پاتې نه شي، ځيني ورځې سوال کوي او یا هم د خلکو خیراتونو او ختمونو ته ځي.

هغې زیاته کړه: «یوه ورځ زموږ له کور سره نږدې یو خیرات و، بېلابېل خواړه یې چمتو کړي وو، د دغو خوړو ښو بوی ټوله کوڅه په سره اخیستې وه، زه ورغلم چې ماته ډوډۍ راکړي، خو د کور مالک زما پر مخ دروازه بنده کړه او راته یې وویل چې ځه خیرات خورې.»

۱۳ کلن حضرت‌ولي چې دې وروستیو کې له پاکستانه راکډه شوی او کابل ښار کې پلاستیک پلوري، وايي: «که کار ونه کړم خیرات ټولوم، څو ورځې مخکې یوه کور کې خیرات و زه هم ورغلم چې ډوډۍ وخورم، خو یوه سړي وشړلم او راته یې ویل چې ځه ورک شه! خیرات خوره.»

د حضرت‌ولي په خبره، د کور مالک ورسره ناسم چلند او د ده سپکاوی یې وکړ او زیاتوي چې بیا یې یو ساعت وروسته له ده سره نور سوالګر هم راټول کړل او ورته یې پاتې شوې ډوډۍ ورکړه.

ورته وخت کې، یوه بله کوڼده ښځه دلخوا چې خپلو اولادونو ته د خوړو برابرولو په موخه د خلکو په کورونو کې کار کوي او یا هم کله – چې اوزګاره وي سوال کوي، وايي: «د خلکو په کورونو کې کار کوم څو اولادونه مې وږي پاتې نه شي.»

هغه چې د درېیو لوڼو او دوو زامنو مور ده، وایي، کومه ورځ چې کار پیدا نه‌کړي اړ ده د یوې نانوایي مخې ته سوال وکړي او یا د هغو خلکو کورونو ته ځي چې د ختم یا خیرات مراسم ولري.

هغې هم په هغو کسانو چې شاندراه ختمونه او خیراتونه کوي، نیوکه وکړه او ویې ویل: «یوه ورځ مې اولادونه وږي وو، زموږ له کور سره نږدې یو چا خیرات کړی و، لاړم چې د خوړولو لپاره یو څه راکړي، خو د کور مالک له موږ سره ډېر بد چلند وکړ، پاتې شوې ډوډۍ یې موږ ته راکړه او له لاسه یې ونیولم او له کوره یې وشړلم.»

دیني عالمان: له شرعي اړخه دغه ډول خیراتونه ثواب نه لري.

یوه دیني عالم مفتي شمس‌الرحمن فروتن پژواک خبری اژانس ته وویل چې په ټوله کې د خیراتونو او صدقو موخه بې‌وزله کسان او مسکینان دي.

هغه وویل: «الله تعالی د توبې سوره کې فرمایي، صدقې د بې‌وزلو او مسکینانو لپاره دي، په دې ځای کې یې موخه هم له نفلي صدقو کېدای شي او هم له زکاته.»

نوموړي زیاته کړه، د صدقې فلسفه دا ده چې د بې‌وزلو اقتصادي ستونزې پرې حل شي، خو اوسمهال ختمونه او خیراتونه د بې‌وزلو له بلنې پرته ترسره کېږي.

فروتن وویل: «خیراتونو او ختمونو کې ديګي باریږي، هلته شتمن خلک وربلل کېږي له بده مرغه بې‌وزله کسان ان په دوه سوه مترۍ کې هم نه پرېښودل کېږي، د شریعت له مخې داسې خیراتونه هیڅ ثواب او ګټه نه لري پرته له دې چې خپلې پیسې یې مصرف کړې وي او ریا یې کړې وي.»

هغه وویل: «نو دلته چې کوم مسلمان صدقه کوي، داسې صدقه دې وکړي چې د یو څو بې‌وزلو درد پرې دوا شي، د مثال په ډول که څوک د ۵۰ زره روپیو دیګی باروې پر هغه پيسو دې د دوو یا درېیو- درېیو زرو افغانیو وریجې، اوړه او غوړي واخلي او یو شلو بې‌وزلو ته دې یې ورکړي، ثواب یې په مراتبو ډېر دی.»

دغه راز، د افغانستان د علومو اکاډمۍ کادر او دیني عالم دوکتور نورالله کوثر په دې اړه وویل چې صدقې، خیر‌ او خیرات یو ډول عبادت دی او د شریعت له مخې مسکینانو او مستحقینو ته وېشل کېږي.

نوموړي وویل، په ختمونو او خیراتونو کې لومړی باید مستحقینو ته او په دویم قدم کې نورو خلکو او خپلوانو ته بلنه ورکړل شي.

دی وایي: «له بده‌مرغه دې وروستیو کې په رواجي ختمونو کې شتمن او سرمایه‌داران رابلل کېږي؛ خو بې‌وزله کسانو یاده باسي چې دا شرعي نه ده.»

نوموړي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم یوه حدیث ته په اشارې وویل: «تر ټولو بده ډو‌ډۍ د هغه ولیمې ډوډۍ ده چې ورته شتمن راوبلل شي او بې‌وزله پرېښودل شي، د شریعت له مخې دا کار سم نه دی او ناروا دی، د خیرات خلاف دی فقط رسم او رواج دی او دا شرعي خیرات نه شي کېدای.»

نوموړی وایي: «بې‌وزلو ته پسمانده او شتمنو ته ښه ډوډۍ ورکول، دا ختم نه دی، بلکې دا یوه مېلمستیا ده او د ختم او خیرات ثواب نه ورکول کېږي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.