کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست له یوه ازبکستاني پلاوي سره د سرحدي مسایلو، دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو په اړه خبرې کړي.
د ملي دفاع وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د ازبکستان استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رییس عبدالسلام عزیزوف او مل پلاوي سره وکتل.
سرچینې لیکلي، په یاده لیدنه کې دواړو خواوو د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
مجاهد په دې لیدنه کې ویلي: «موږ په تېر یو کال کې په سرحد کې ډېر کار کړی او تصمیم لرو چې په راتلونکي کې د هېواد د سرحداتو کارونه نور هم محکم کړو.»
هغه ازبکستاني لوري ته ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو برخو کې د انکشافي پروژو پلې کولو او پانګونې برخو کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ازبکستاني لوري هم له اسلامي امارت سره د اړیکو په پیاوړتیا او بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن