کندهار، شبرغان (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲): مسوولین وايي چې یو کس په کندهار کې او یو ماشوم په جوزجان کې د انسانتښتوونکو له منګولو وژغول شول او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.
د کندهار ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د حاجي ګلمحمد په نوم یو کس چې څو ورځې مخکې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی و، ژغورل شوی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد کس ۵۰ کاله عمر لري او د خوشي کېدو په بدل کې یې له کورنۍ لس میلیونه افغانۍ غوښتل شوې وې چې پرون (د سلواغې ۱۱مه) د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ په رواڼي کلي کې د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی شو.
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو په همدې تړاو یو کس نیولی چې له څېړنو وروسته به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژني.
د یوه بل خبر له مخې، د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یو ۱۳ کلن ماشوم هم د انسانتښتوونکو له منګولو وژغول شو.
د شبرغان ښار د درېیمې امنیتې حوزې امر مولوي محمدالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي منسوبینو دوو جلا عملیاتو کې د غلا او انسانتښتونې به تور درې کسان نیولي دي.
هغه وايي، د کشفي راپورونو پر بنسټ، له یادو درېیو کسانو دوه کسان د دغه ښار د «تیموراباد کلي» څخه د انسانتښتونې په تور نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه: «یادو دوو کسانو یو ۱۳ کلن ماشوم د بلخ ولایت له بلخ ولسوالۍ څخه تښتولی او جوزجان ته یې راوړی و چې پرون شپه شاوخوا ۱۱ بجې د شبرغان ښار د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي، له دغو کسانو دوه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.»
تښتول شوی ماشوم چې محمد نومېږي، پژواک ته وویل: «مدرسې ته روان وم، دا چې مدرسه ډېره لرې وه، یوه ټکسي کې کېناستم، موټر کې دوه نور کسان هم وو، ما ته یې نوشابه راکړه، بیا زه بېهوښه شوم او نور نه یم خبر چې زه یې چېرته بوتلم.»
یاد ماشوم چې یوه ورځ مخکې د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شو، پرون مازیګر یې کورنۍ ته وسپارل شو.
د محمد پلار مولوي محمدجلال جلالي چې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن