[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو د دوحې راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه وضاحت غوښتی او ویلي یې دي چې د وضاحت په رڼا کې به په دې غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سلواغې په ۱۴مه د شپې ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په خپل کاري دفتر کې د يوناما له مشرې روزا اتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان حکومت وروستيو ډيپلوماتيکو پرمختګونو، د دوحې راتلونکې ناستې، د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د سنيرلي اوغلو د راپور او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهليک په اړه د افغانستان حکومت دريځ يو ځل بيا تکرار کړ او د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ يې پر رغنده تعامل ټينګار وکړ.
متقي همدارنګه د دوحې راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه له يوناما د زيات وضاحت غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د وضاحتونو په رڼا کې به اسلامي امارت د پلاوي د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.
ورته مهال، د يوناما مشرې په دې کتنه کې د دوحې ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل او په ياده ناسته کې يې د اسلامي امارت پلاوي د ګډون غوښتنه هم وکړه.
له دې مخکې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي وو چې د دوحې په غونډه کې اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د دوحې غونډه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټو ترسره شي.
بلخوا نن د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته کې د دوحې راتلونکې غونډې په اړه په تفصیل خبرې شوې دي.
د ریاستالوزراء په یوه خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ګډونوالو په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د جوړېدونکې غونډې په اړه هم مفصل هر اړخيزې خبرې اترې وکړې.
ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي او د ځینو نړۍوالو سازمانونو استازي هم ګډون وکړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان ځینو ښځینه استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
د یادونې ده، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په مې میاشت کې هم د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په تړاو لومړۍ مشورتي غونډه وشوه خو د افغانستان سرپرست حکومت ته په کې بلنه نه وه ورکړل شوې.
ملګرو ملتونو د دوحې غونډې هدف له افغانستان سره د تعامل په اړه د نړۍوالې ټولنې ګډ تفاهم ته لاسرسی ښودلی و.
د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو په لومړۍ غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو، اوزبکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړي و.
د دوحې په لومړۍ غونډه کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، ټولشمول حکومت جوړېدو، تروریزم او نشهيي توکو سره د مبارزې برخو کې د مسئلو په اړه خبرې شوې وې.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن