ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوحې له غونډې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي له امیرخان متقي سره وکتل

د دوحې له غونډې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي له امیرخان متقي سره وکتل

author avatar
5 Feb 2024 - 23:18
د دوحې له غونډې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي له امیرخان متقي سره وکتل
author avatar
5 Feb 2024 - 23:18

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان په تړاو د دوحې له غونډې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي کابل ته د سفر پر مهال ویلي، په خپله ارزونه کې يې غوښتنه کړې چې په کابل کې د نورو هېوادونو ډیپلوماتیک حضور ډېر شي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د دوحې دویمه مشورتي غونډه د فبروري په ۱۸مه او ۱۹ ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د سلواغې په ۱۶مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینرلي اوغلو سره په کتنه کې د اسلامي امارت پر وروستیو ډیپلوماتیکو پرمختګونو، د خپلواکې ارزونې وړاندیزونو او د دوحې راتلونکې ناستې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» ناستې او په بجینګ کې د افغانستان سفیر د باورلیک منلو په اړه معلومات وړاندې کړل او دا یې په ډیپلوماتیک ډګر کې د امارت لپاره هیله‌بښونکي پرمختګونه وبلل.

امیرخان متقي یو ځل بیا تکرار کړه چې اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري.

هغه د سینرلي اوغلو شخصي هڅې وستایلي او د دوحې ناستې د بریا هیله یې څرګنده کړه.

نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک په تړاو د اسلامي امارت دریځ تکرار کړ، د سینرلي اوغلو په خپلواکه ارزونه کې یې د مثبتو ټکو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان اوسنی وضعیت او د یوناما په شتون کې د بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنې ته کوم موجه دلیل او اړتیا نه لیدل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، سینرلي اوغلو په دې لیدنه کې وویل چې په کابل کې يې د تېرې اونۍ «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» ناسته له نږدې څارله او په کامیابۍ سره یې د ترسره کېدو له امله د بهرنیو چارو وزارت ته مبارکي ورکړه.

د ملګرو ملتونو همغږي‌‌کوونکي د دوحې ناستې په اړه د خپلو سفرونو او بحثونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د دوحې ناستې موخه له افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړۍوالې ټولنې مسلسل تعامل دی څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګونه وشي.

سینرلي اوغلو زیاته کړه چې په خپله خپلواکه ارزونه کې يې غوښتنه کړې چې په کابل کې د نورو هېوادونو ډیپلوماتیک حضور زیات شي، د افغانستان پر مرکزي بانک د بندیزونو لرې کېدو په اړه خبرې وشي او همداراز له افغانستان سره تخنیکي او پراختیايي مرستې هم پیل شي.

ده هیله څرګنده کړه چې نړۍوال بانک به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه مثبته پرېکړه وکړي.

سینرلي اوغلو وویل چې د دوحې راتلونکې ناستې ته بهرنیو چارو وزارت بلل شوی او اوس د امارت د ګډون په اړه د ګډونوالو ترمنځ اجماع رامنځته شوې ده.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې د دوحې په ناسته کې د امارت پلاوی په لوړه کچه ګډون وکړي.

په پای کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د همغږي‌کوونکي له معلوماتو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې امارت له ملګري ملتونو سره ګډ کار غواړي او په ټوله کې د دوحې ناسته یو ښه فرصت ګڼي.

نوموړي زیاته کړه چې د غونډې جوړښت، اجنډا او ترکیب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته به اسلامي امارت د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

[/restrict]

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.