Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې یوه ځوانه ښځه وژل شوې

میمنه (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د ناپېژندو کسانو له لوري د تفنچې په ډزو وژل شوې ده.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د نسیمې په نوم یوه ۱۸ کلنه ښځه د ناپېژندو کسانو له لوري وژل شوې ده.

د دولت‌اباد ولسوال داملا سیف‌الله د یادې پېښې په تایید سره وویل چې نسیمه د شیرین تګاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې د دولت‌اباد ولسوالۍ په کوچه‌قلعه کلي کې په مرموز ډول د تفنچې په ډزو وژل شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د یادې پېښې په تړاو د هغې خاوند نیول شوی او له هغه څخه یو میل تفنچه هم لاسته راغلې ده.

بلخوا، د سیمې اوسېدونکی کمال‌الدین وايي چې د نسیمې خاوند له خپل ورور سره د چرګانو فارم لري، یوه شپه یو ورور او مېرمن یې او بله شپه بل ورور او مېرمن یې په نوبت له فارم څخه ساتنه کوله، خو تېره شپه چې د نسیمې او د هغې د خاوند نوبت و، هلته وژل شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.