ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین کې مېشت افغانانو ته د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پیل شوه

چین کې مېشت افغانانو ته د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پیل شوه

author avatar
5 Feb 2024 - 10:30
چین کې مېشت افغانانو ته د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پیل شوه
author avatar
5 Feb 2024 - 10:30

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): په چین کې د افغانستان سفارت وایي، په دغه هېواد کې مېشت افغانانو ته یې د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پیل کړې او پر شرایطو برابر کسان کولی شي له دغه سفارته نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي.

په چین کې د افغانستان سفارت یادې څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

سرچينې لیکلي چې دغه سفارت په تېرو څه باندې دوو کلونو کې پوره هڅه کړې چې خپلو هېوادوالو ته په ښه ډول قونسلي خدمات وړاندې کړي او د خپلو امکاناتو تر بریده ورته اسانتیاوې برابر کړي.

یاد سفارت زیاته کړې، د پرله‌پسې هڅو په پایله کې نن دغه سفارت و توانېد چې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو لپاره د نوو پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي او په شرایطو برابر هېوادوال کولای شي له سفارته نوی پاسپورټ ترلاسه کړي.

د یادونې ده، له دې مخکې پاکستان، ایران، ترکیې، ازبکستان، متحده عربي اماراتو او مالیزیا کې هم افغانانو ته د پاسپورټونو وېشلو او چاپ لړۍ پیل شوې دي.

Views: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.