[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږيکوونکي او د اروپایي اتحادیې له ځانګړي استازي سره د دوحې پر راتلونکې غونډې خبرې کړې دي.
د حامد کرزي له دفتره د سلواغې په ۱۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي همغږيکوونکي سینیرلي اوغلو سره په لیدنه کې حامد کرزي د هغه له خوا د افغانستان په هکله د مستقلې ارزونې ستاینه وکړه او هغه یې یو واقعبینانه او عملي راپور وګاڼه.
کرزي زیاته یې کړه چې د نوموړي کوښښونه او بریالۍ دیپلوماسي د دې لاسته راوړنې باعث شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د دوحې راتلونکي ناستې په اړه هم مفصلې خبرې وشوې، دا غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلل شوه او هیله څرګنده شوه چې هم افغانان او هم د سیمې او نړۍ ګډونکوونکي هېوادونه وتوانېږي چې په پوره اتفاق د افغانستان روښانه راتلونکې لپاره مثبت ګام واخلي.
ټاکل شوې ده چې د دوحې راتلونکې غونډه لس ورځې وروسته (د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه) ترسره شي.
د یوه بل خبر له مخې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن سره هم په کابل کې کتلي دي.
د کرزي له دفتر څخه په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د سفارت شارژدافیرې هم ګډون درلودله.
سرچینې زیاته کړې چې په دې ناسته کې د دوحې پر ناستې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږيکوونکي پر راپور په تفصیل سره خبرې او بحث وشو.
پخواني ولسمشر د اروپایي اتحادیې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د دوحې د ناستې پایلې د افغانستان د خلکو لپاره مثبتې وي .
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږيکوونکي سینیرلي اوغلو او د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي نن په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره هم د دوحې پر ناستې خبرې کړې دي.
[/restrict]
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن