ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نېکولسن: د دوحې تر غونډې مخکې راتلونکې اونۍ بیشکیک کې د افغانستان په اړه خبرې کېږي

نېکولسن: د دوحې تر غونډې مخکې راتلونکې اونۍ بیشکیک کې د افغانستان په اړه خبرې کېږي

author avatar
8 Feb 2024 - 23:01
نېکولسن: د دوحې تر غونډې مخکې راتلونکې اونۍ بیشکیک کې د افغانستان په اړه خبرې کېږي
author avatar
8 Feb 2024 - 23:01

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن وایي، د دوحې تر غونډې مخکې د قرغیزستان پلازمېنې بیشکيک کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د استازو په ګډون په یوه بله غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.

ده زیاته کړه،  په دې جوړېدونکي غونډه کې به دې افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو له ځانګړو استازو سره د دغه هیواد پر وضعیت خبرې وکړي.

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نېکولسن، کابل کې د اسلامي امارت له مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته د سلواغې په ۱۹مه (پنجشنبه) د خپلو لیدنو کتنو په اړه د یوه خبري کنفرانس پرمهال معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، افغانستان ته د خپل وروستي سفر په بهیر کې یې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي، د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني، د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې له معین لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار سره ولیدل.

ده وویل، دغه‌راز یې د مدني او سوداکریزو ټولنو له استازو، د غیردولتي نړۍوالو سازمانونو له استازو او یو شمېرو نورو شخصیتونو سره په جلا جلا توګه لیدنې ترسره کړې او پر سیاسي، اقتصادي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او نورو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

نېکولسن په دغه خبري کنفرانس کې د دوحې غونډې په تړاو هم معلومات ورکړل او هغه یې د نړۍ او افغانستان لپاره یو مهم فرصت وباله.

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته د فبرورۍ په ۱۸مه، او ۱۹مه ترسره شي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره، افغانستان له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او ژمنه یې وکړه چې د اروپا اتحادیه به په دې لاره کې د پخوا په شان خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې بشري مرستو ته په اشارې وویل چې دغه اتحادیه د ۲۰۲۱ میلادي کال له اګېست څخه تر اوسه پورې، له افغانانو سره څه باندې ۶۰۰ میلیونه یورو بشري مرستې او څه د پاسه ۶۰۰ میلیونه یورو د اساسي اړتیاوو او معیشتي ملاتړ په برخه کې مرسته کړې ده.

نیکولسن  په هېواد کې له زلزله‌ځپلو او راستنېدونکو هېوادوالو سره د بشري مرستو یادونه وکړه او په دغو او نورو اړوندو برخو کې یې د افغانستان له خلکو سره پر زیاتو او عاجلو بشري مرستو ټینګار وکړ.

نوموړي د دوحې تر غونډې مخکې په راروانه اونۍ کې د قرغيزستان په پلازمېنه بشکيک کې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو د استازو په ګډون د یوې بلې غونډې د جوړېدو خبر هم ورکړ.

ده زیاته کړه،  په دې جوړېدونکي غونډه کې به دې افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو له ځانګړو استازو سره د دغه هیواد پر وضعیت خبرې وکړي.

توماس نیکولسن د دوحې د را روانې غونډې په اړه وویل: «د دوحې رغنده غونډې ته چمتو کېږو. د دوحې په لومړۍ غونډه کې په دریېو ټکو باندې موافقه شوې وه، لومړی په افغانستان کې مقاومت څخه باید هیڅ ډول ملاتړ ونشي، دویمه مسله د افغانستان بالفعل حکومت سره د تعامل د اړتیا مسله وه.»

هغه درېیمه د سرپرست حکومت د رسمیت پیژندلو مسله یاده کړه، چې د دوحې په لومړۍ غونډه کې پرې خبرې شوې وې.

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.