ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پارلماني ټاکنې؛ یو ګوند هم غوڅ اکثریت کې نه دی راغلی، مخلوط حکومت به جوړېږي

د پاکستان پارلماني ټاکنې؛ یو ګوند هم غوڅ اکثریت کې نه دی راغلی، مخلوط حکومت به جوړېږي

author avatar
10 Feb 2024 - 04:21
د پاکستان پارلماني ټاکنې؛ یو ګوند هم غوڅ اکثریت کې نه دی راغلی، مخلوط حکومت به جوړېږي
author avatar
10 Feb 2024 - 04:21

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲): د پاکستان پارلماني ټاکنو کې هیڅ یوه سیاسي ګوند غوڅ اکثریت نه دی ترلاسه کړی، سره له دې چې د عمران خان پلویانو ډېرې څوکۍ ګټلې خو پخواني لومړي وزیر نوازشریف د مخلوط حکومت جوړولو اعلان کړی دی.

دا ټاکنې چې پرون پنجشنبې په ټول پاکستان کې ترسره شوې، د وروستیو معلوماتو له مخې، هیڅ سیاسي ګوند په‌کې غوڅ اکثریت نه دی ترلاسه کړی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د رایو له ۹۵ سلنې شمېرنو وروسته د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف ملاتړي کاندیدان له نورو وړاندې او پارلمان کې یې ډېرې څوکۍ ګټلې دي.

عمران خان په خپله په زندان کې دی، د هغه تحریک انصاف ګوند ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د ګوند کاندیدان مجبور شوي چې په خپلواک ډول ټاکنو ته ودریږي.

د جیو ټلوېزیون معلوماتو له مخې، د پاکستان ملي اسامبلۍ له ۲۶۶ څوکیو د عمران خان ملاتړو ۹۸ څوکۍ، د مسلم‌لیګ نواز ګوند ۷۲ او پیپلز ګوند بیا ۵۲ څوکۍ ګټلې دي.

دغه راز د مهاجرینو ملي خوځښت ګوند (اېم کیواېم) ۱۶ او د مولانا فضل‌الرحمن ګوند درې څوکۍ ګټلې دي، دغه راز ځینو نورو خپلواکو کاندیدانو او وړو ګوندونو هم ځینې څوکۍ ګټلې دي.

په ایالتي ټاکنو کې بیا په پنجاب کې مسلم‌لیګ نواز ګوند، په سیند ایالت کې پیپلز ګوند، په خیبر پښتونخوا کې تحریک انصاف ګوند زیاتې څوکۍ ګټلې او اټکل کېږي چې دوی به په ایالتي کچه خپل حکومتونه جوړ کړي.

په بلوچستان کې بیا پیپلز، مسلم‌لیګ نواز نهه نهه او د فضل‌الرحمن ډلې اووه څوکۍ ګټلې او هلته به هم مخلوط حکومت جوړېږي.

بلخوا د پاکستان مسلم‌لیګ نواز ګوند مشر نوازشریف د شپې ناوخته په لاهور کې یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د یوه ګوند په حیث مسلم‌لیګ تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي او دوی به له نورو سره په ګډه مخلوط حکومت جوړوي.

هغه خپل ورور او پخواني لومړي وزیر شهباز شریف ته دنده سپارلې چې د پیپلز ګوند له مشر اصف زرداري سره د ګډ حکومت جوړولو په تړاو خبرې وکړي او هغه دغه کار وکړ.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي، د ټاکنو په ترڅ کې په پاکستان کې د ناامنیو ۶۱ پېښې شوې چې زیاتره یې افغانستان ته څېرمه په سرحدي سیمو کې وې.

د ناامنیو په دغو پیښو کې د ۱۰ امنیت ساتونکو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي.

د ټاکنو امنیت ساتلو لپاره په پاکستان کې تر ۶۵۰ زره زیات پوځیان، ملېشه ځواکونه او پولیس ګومارل شوي وو.

د سږ کال په ټاکنو کې د پاکستان له ۲۴۱ میلیون نفوس څخه ۱۲۸ میلیون او ۵۸۵ زره او ۷۶۰ کسان د رایې ورکولو پر شرایطو ‎برابر دي چې څه باندې ۶۹ میلیون او ۲۶۳ زره یې نارینه او څه باندې ۵۹ میلیون او ۳۲۲ زره یې ښځې دي.

[/restrict]

Views: 156

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.