ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او یو کس ټپي و

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او یو کس ټپي و

author avatar
10 Feb 2024 - 16:57
تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او یو کس ټپي و
author avatar
10 Feb 2024 - 16:57

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): تېره اونۍ د م.م او اروپایي ټولنې استازو له افغان چارواکو سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړې؛ نیکولسن دغه ناسته د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وبلله او لسو سازمانونو له م.م وغوښتل چې په یاده غونډه کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

  • تېره اونۍ د ملګرو ملتونو استازو له افغان چارواکو سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړې.
  • نیکولسن: د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي.
  • ګوتریش ته د لسو سازمانونو لیک: د دوحې په غونډه کې دې د ښځو حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړل شي.
  • ایران: د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژنو، خو ښې اړیکې ورسره لرو او هیله لرو چې ټولګډون شي.
  • ازبکستان کې د افغانستان سفارت چارې ا.ا ته وسپارل شوې.
  • مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې ته: د ا.ا پر چارواکو بندیزونه غیرعادلانه دي.
  • د بشري حقونو د څار بنسټ: افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه لګېدل اندېښمنوونکي دي.
  • تېره اونۍ ځینو هېوادونو او بنسټونو له افغانستان سره څه باندې ۵۹ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او یو کس ټپي و.

د راپورونو له مخې، پکتیا کې د ناپېژانده کسانو له خوا یو ځوان د چاقو په ګوزارونو او فاریاب کې یو سړی او یوه ځوانه ښځه په ډزو وژل شوي دي.

ځایي چارواکي وايي، کندوز کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې یو انسان‌تښتوونکی وژل شوی، نورستان کې يوه کس د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی او غزني کې د ځمکې پر سر شخړه کې يو کس وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له نړۍ سره د ا.ا اړیکې

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د افغانستان په اړه د دوحې دويمه غونډه، د روانې فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره شي.

تېره اونۍ، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د يوناما له مشرې روزا اتونبایوا د دې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه وضاحت غوښتی و او ویلي یې وو چې د وضاحت په رڼا کې به په دې غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه کوي.

د راپورونو له مخې، متقي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو ساتلو پاليسي لري او هيله‌من دی چې د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي.

دغه راز نیکولسن د افغانستان د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې د دوحې په ناسته کې به نړۍ له افغانستان سره په پراختیایي او بشري برخو کې مرستې اعلان کړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، نړۍواله ټولنه هوډ لري چې د دوحې په غونډه کې له اسلامي امارت سره رسمي تعامل پیل کړي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي‌کوونکي فریدون سینرلي اوغلو له افغان چارواکو سره په ليدنو کې ویلی چې د دوحې راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او وروسته به له دغه هېواد سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت بدلون راشي.

د ده په وينا، هیڅوک د افغانستان سرپرست حکومت نسکورولو هڅه نه کوي، خو ځيني نړۍوال قوانین او کنوانسیونونه شته چې باید اسلامي امارت ورته ژمن و اوسي.

هغه ویلي وو چې افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی؛ ځکه د افغانستان ثبات د سیمې د امن او ثبات په معنا دی.

دا په داسې حال کې ده د بښنې نړۍوال سازمان او پر بشري حقونو د څار سازمان په ګډون لسو سازمانونو، د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د دوحې په غونډه کې د ښځو حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام رضا نجاري وايي که څه هم ایران د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت نه ‌دی پېژندلی؛ خو له افغانستان سره هیڅ ستونزه هم نه ‌لري او په ټولو برخو کې له یو بل سره ښې اړیکې لري.

هغه په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون، د یوه ټول‌ګډون حکومت جوړېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د ټول‌ګډون حکومت غوښتنه د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا نه ‌ده.

افغان چارواکو له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي په چوکاټ کې د مثبتو اړیکو لرلو غوښتنه کړې او د ټولګډون حکومت جوړېدل د هېواد کورنۍ موضوع بولي او له نورو هېوادونو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

دغه راز، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د يوناما له مشرې سره په ليدنه کې د اسلامي امارت پر چارواکو بندیزونه غیرعادلانه بللي او ویلي یې دي، سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې ټول شرايط پوره کړي، باید پر رسمیت وپېژندل شي او په ملکري ملتونو کې دې د افغانستان دایمي څوکۍ دوی ته وسپارل شي.

د افغانستان اوسنی حکومت تر اوسه کوم هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی، خو د یو شمېر هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې او د افغانستان سفارتونه په ځینو هېوادونو کې فعالیت لري.

تېره اونۍ په ازبکستان کې د افغانستان سفارت چارې هم اسلامي امارت ته وسپارل شوې.

بشري حقونه

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنيټ جنیوا کې په يوه غونډه کې یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې له هغو ټولو کړنو لاس واخلي چې د هغوی ازادي محدودوي.

هغه ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت له هغو چارواکو سره دې حساب کتاب وشي چې له ښځو او نجونو سره د سیسټماټیک توپیري چلند مسوول دي.

دغه راز، د بشري حقونو د څار بنسټ یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو له لګېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په څه باندې دوو کلونو کې «طالبانو» په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کړې ده.

خو اسلامي امارت په هېواد کې د ښځو د حقونو نقض ردوي او وایي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «هغه حقونه چې اسلام او شریعت ورکړي او د افغانستان ټولنه یې مني، تامین دي؛ البته په ځینو برخو کې چې ارزښتي یا کلي ستونزې موجودې وي، د بېلګې په توګه د افغانستان کلتوري او دودیز مسایل، موږ هڅه کوو چې ښه‌والی راشي او دا هغه مهال ښه حل کېدای شي چې بنسټونه له افغانستان سره همغږي وي.»

د بشري مرستو دوام

د راپورونو له مخې، جاپان د افغانستان له خلکو سره ۱۳.۵ میلیون ډالر مرسته کړې او جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیون یورو (۵.۴ میلیون ډالر) مرسته اعلان کړه.

تېره اونۍ بریتانیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې له اړمنو افغانانو سره ۲۸.۷ میلیون پونډه (۳۶.۵ میلیون ډالره) مرسته کړې او د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون وجهي صندوق په افغانستان کې د خوړو له نړۍوال پروګرام سره ۳،۸ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.