نیلي (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د دایکنډي ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه سړي خپله لور په ډزو وژلې ده.
د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامعلي جاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه سړي په نشهیي توکو روږدې خپله لور په ډزو وژلې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه پېښه پرون د میرامور ولسوالۍ په چهارصدخانه سیمه کې شوې ده.
جاوېد وویل چې د یاد کس لور ۴۵ کلنه وه او د ۲۵ کلونو راهیسې پر نشهیي توکو روږدې وه.
سرچینې څرګنده کړه، د وژل شوې نجلۍ پلار د هغې د قتل په تور د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP