جلالاباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، په دغه ولايت کې يې د مالټو حاصلاتو ډېرېدو په موخه پر سل جريب ځمکه د مالټو باغ جوړولو چارې پيل کړې دي.
د هغوی په وینا، دغه باغ د کانال رياست په لګښت جوړېږي او ټول نيالګي د دې ادارې په قوريو کې روزل شوي دي.
د ننګرهار کانال رييس مولوي غلامالرحمن کظيم د دغه باغ چارو د پیل مراسمو کې وويل، د کانال اړوند د درېيم فارم په لومړي بلاک کې د درې ميليون افغانيو په مالي لګښت پر سل جريب ځمکه د مالټو باغ جوړوي.
نوموړی وايي چې په دغه باغ کې به د مالټو ۶۶۰۰ نیالګي کېښودل شي چې ورسره به په ننګرهار کې د مالټو حاصلات ډېر شي.
هغه زياته کړه: «دا چې کانال ملي شتمني ده، نو غواړو چې خپلو راتلونکو ته دا شتمني سرسبزه وساتو.»
تېر کال هم د ننګرهار کانال رياست له لوري د خصوصي سکټور او خپله د کانال په امکاناتو پر زرګونه جريب ځمکه د تازه مېوو، په ځانګړې توګه د مالټو باغونه جوړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP