ننګرهار کې د مالټو د يوه باغ جوړېدو چارې پیل شوې
د ننګرهار ولايت د کانال رياست له لوري د خصوصي سکټور د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د مالټو يوه باغ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت د کانال رياست له لوري د خصوصي سکټور د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د مالټو يوه باغ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار کانال رياست مسوولین وايي، په دغه ولايت کې يې د مالټو حاصلاتو ډېرېدو په موخه پر سل جريب ځمکه د مالټو باغ جوړولو چارې پيل کړې دي.
د ننګرهار کانال اداره وايي، اټکل کېږي چې سږ کال د بټيکوټ د مالټو له باغونو څخه ۲۱۰۰ ټنه مالټې راټولې او له پاکستانه د مالټو رالېږدولو مخه تر ډېره ونيول شي.