ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار کانال ریاست: د مالټو له باغونو به سږ کال ۲۱۰۰ ټنه حاصل راټول شي

د ننګرهار کانال ریاست: د مالټو له باغونو به سږ کال ۲۱۰۰ ټنه حاصل راټول شي

author avatar
3 Dec 2022 - 16:14
د ننګرهار کانال ریاست: د مالټو له باغونو به سږ کال ۲۱۰۰ ټنه حاصل راټول شي
author avatar
3 Dec 2022 - 16:14

جلال‌اباد (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار کانال اداره وايي، اټکل کېږي چې سږ کال د بټي‌کوټ د مالټو له باغونو څخه ۲۱۰۰ ټنه مالټې راټولې او له پاکستانه د مالټو رالېږدولو مخه تر ډېره ونيول شي.

د ننګرهار کانال اړوند پر ۱۲ زره جريبه ځمکه د مالټو باغونه جوړ شوي او مسوولين وايي، د حاصلاتو د لا زياتولو په موخه يې تازه پر سلګونه هکټاره ځمکه د مالټو نوي باغونه جوړ کړي دي.

د ننګرهار د کانال رياست وياند سيد همايون غريبمل د لېندۍ په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال د کانال ادارې د مالټو باغونو ښه حاصل ورکړی چې د تېر کال په پرتله پکې زياتوالی راغلی دی.

هغه زياتوي، اټکل دی چې د بټي‌کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ۱۲ زره جريبه باغونو څخه ۲۱ سوه ټنه مالټې راټولې او بازار ته وړاندې شي.

نوموړي دا هم وويل چې د کانال ادارې پاملرنه او پر وخت د مالټو باغونو ته د سرې او نورو کيمياوي درملو ورکړه، په ننګرهار کې د مالټو حاصلاتو د ډېرېدو لامل شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، د مالټو د حاصلاتو راټولولو او خرڅلاو چاره خصوصي سکټور ته پر قرارداد ورکړل شوې چې هم په کې خلکو ته د کار زمينه برابره شوې او هم د عوايدو د فرار او فساد مخه نيول شوې ده.

بلخوا، د مالټو د یادو باغونو قرارداديان وايي، د وطن د حاصلاتو د زياتوالي ترڅنګ يې ګڼو ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره کړې او هڅه کوي چې د همدغو حاصلاتو په پلور سره د پاکستانيو مالټو د راتګ مخه ونيسي.

د مالټو قراردادي نقيب‌الله وايي: «سره له دې چې خلکو ته مو د کار زمينه برابره کړې، ترڅنګ يې هڅه کوو چې د مالټو د حاصلاتو په زياتوالي سره د پاکستانيو مالټو د راتګ مخه ونيسو»

د مالټو په یادو باغونو کې کارګر وايي، خوښ دي چې په خپل هېواد کې ورته د کار زمينه برابره شوې او له بې‌روزګارۍ خلاص شوي دي.

نويد چې د ننګرهار د بټي‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی او د مالټو په باغونو کې کارګر دی، پژواک ته وويل، حکومت بايد خلکو ته همدا ډول د کار زمينې برابرې کړي چې د بې‌روزګارۍ کچه کمه شي.

عام خلک که څه هم د مالټو د حاصلاتو پر ډېرېدو خوښ دي خو وايي، د نورو کلونو په پرتله بازار کې د مالټو بیې لوړې شوې دي.

د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي احمد سير پژواک ته وويل، په نورو کلونو کې به ښه مالټه يو من (اووه کيلوګرام) په ۳۰۰-۴۰۰ افغانيو خرڅېدلې خو سږ کال په ۷۰۰ افغانيو پلورل کېږي.

هغه له کانال ادارې غواړي چې د مالټو نرخونه بايد کنټرول وساتي، څو خلک اړ نه شي چې د خپلو وطني حاصلاتو پرځای پاکستانۍ مالټې وپېري.

د ننګرهار د کانال رياست وياند ډاډ ورکړ چې په باغونو کې د مالټو نرخونه کنټرول شوي خو وايي، د بازارونو نرخونه د ښاروالۍ اړوند دي او له ښاروالۍ سره يې په دې اړه خبرې کړې دي.

Visits: 203

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.