ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد: بایډن وېرېده چې د دوحې له تړونه وتل به د افغان جګړې اوږدېدو لامل شي

خلیلزاد: بایډن وېرېده چې د دوحې له تړونه وتل به د افغان جګړې اوږدېدو لامل شي

author avatar
16 Feb 2024 - 01:20
خلیلزاد: بایډن وېرېده چې د دوحې له تړونه وتل به د افغان جګړې اوږدېدو لامل شي
author avatar
16 Feb 2024 - 01:20

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغان جګړې اوږدېدو له وېرې ولسمشر بایډن د دوحې تړون وساته او له هېواده د ولسمشر غني وتلو د سیاسي انتقال پر وړاندې خنډ رامنځته کړ.

د امریکا غږ د خبر له مخې، خلیلزاد دا څرګندونې د پنجشنبې ورځ (د سلواغې ۲۶مه) د متحده ایالتونو د کانګرېس استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته کړې دي.

د کانګرېس یادې کمېټې «د پردې تر شا: د بایډن اداره څنګه د دوحې تړون په پلي کولو کې ناکامه شوه» تر سرلیک لاندې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په ګډون یوه غونډه وکړه.

خلیلزاد په دې غونډه کې وویل چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویره درلوده چې د دوحې له تړونه وتل به جګړه اوږده کړي.

هغه دا هم وویل چې له افغانستانه د پخواني ولسمشر محمداشرف غني وتل د دغه هېواد د سیاسي انتقال پر وړاندې د خنډ رامنځته کېدو لامل شو.

د امریکا د کانګرېس بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال د استماعیې غونډې په پیل کې چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو پر مهال د وژل شوو ۱۳ امریکايي پوځیانو یو شمېر خپلوانو هم په کې ګډون کړی و، په خپله وینا کې د افغانستان اوسني واکمنان د دوحې له هوکړې سرغړوونکي وبلل.

هغه زیاته کړه، ان خلیلزاد هم تایید کړې چې د دوحې په تړون کې کومه ستونزه نشته خو د ده په وینا، ستونزه د دې هوکړې په عملي کولو کې ده.

دغه امریکايي قانون جوړوونکي ولسمشر بایډن تورن کړ چې د دوحې تړون په بشپړ ډول پلي کولو کې پاتې راغلی او هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه خبرداري له پامه غورځولي دي.

خو جو بایډن تل ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستلو تصمیم یې د امریکا له ډیپلوماتیکو چارواکو او پوځیانو سره د مشورو پر اساس نیولی دی.

په یاده غونډه کې زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ادعا وکړه چې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمداشرف غني له هېواده وتلو په افغانستان کې د سیاسي انتقال پر وړاندې خنډ رامنځته کړ.

هغه زیاته کړه، که پخوانی ولسمشر غني له افغانستانه نه وای وتلی نو طالبان به له امریکا سره د پخواني تړون له مخې کابل ته نه وای ننوتلي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه په داسې حال کې چې طالبان د کابل دروازو ته رسېدلي وو، محمداشرف غني له خپلو نږدې همکارانو سره له افغانستانه ووت او څو شېبې وروسته طالب وسله‌وال ارګ او د ولسمشر دفتر ته ننوتل.

خو ولسمشر غني تېر کال په یوه مرکه کې ویلي وو چې د جمهوریت په نسکورېدو کې په ځانګړې توګه زلمي خلیلزاد او د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله لاس درلود.

اشرف غني خلیلزاد یو «بې کفایته، فاسد او منفور» کس بللی او ادعا یې کړې چې دغه امریکايي ډیپلومات «په خپلو پلانونو او ژمنو د افغانستان سیاسي طبقه وېشلې وه.»

خلیلزاد هغه مهال د غني د څرګندونو په غبرګون کې رسنیو ته ویلي وو چې غني د خپلو دندو او مسوولیتونو په ترسره کولو کې د پاتې راتلو پړه پر نورو اچوي. نوموړي له افغانستانه د غني وتلو په تړاو یوه بله مرکه کې ویلي چې که غني وېریدای نو له امریکا به یې د مرستې غوښتنه کړې وای.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل‌الرحمن حقاني له شمشاد ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي چې د کابل واک ترلاسه کولو کې ډاکټر عبدلله عبدالله ورسره مرسته کړې ده.

خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ امریکايي وکیلانو ته وویل چې د دوحې هوکړه د شرایطو پر بنسټ شوې او د ده په وینا، ولسمشر بایډن په افغانستان کې د محدود شمېر امریکايي ځواکونو ساتل د جګړې اوږدېدو له وېرې رد کړل.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، دغه سند د امریکا په استازیتوب د خلیلزاد او د طالبانو د حکومت د اوسني مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک کړ.

زلمي خلیلزاد ویلي، بایډن د دوحې تړون له پامه نه شو غورځولی؛ ځکه د ده په وینا که امریکا د دغه تړون له پلي کېدو وتلې وای نو امریکايي پوځیان به یو ځل بیا له طالبانو سره په اوږدمهاله جګړه کې ښکېل شوي وای.

په تېرو درېیو کلونو کې جوبایډن او د هغه د حکومت چارواکو تل ویلي چې دوی ته د دوحې تړون د ټرمپ له ادارې په میراث پاتې دی او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او د همدغه تړون پر بنسټ د جګړې له پای ته رسولو پرته بله چاره نه وه او یا دا چې دا جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي، باید د امریکا راتلونکي ولسمشر ته انتقال شړې وای.

سپینې ماڼۍ د دې کمېټې له استماعیې مخکې امریکا غږ ته وویل چې خلیلزاد بایډن او ټیم ته یې د دوحې تړون په اړه هر اړخیز توضیحات ورکړي او د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د خلیلزاد کار مهم بللی و. د دې کمیټې په وینا، بایډن خلیلزاد چې د دوحې تړون طرحه‌کوونکی دی، د افغانستان په چارو کې د یوه مهم جګپوړي سلاکار په توګه ساتلی او هغه ته یې اجازه ورکړې چې دغه پروګرام مخ ته بوځي.

د کانګرېس د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې دا هم ویلي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط په خاطر د ټرمپ د حکومت په پرتله د بایډن حکومت ډېر ملامت دی.

دې کمېټې وویل: «د بایډن حکومت پر افغان حکومت فشار راوړ چې له طالبانو سره واک شریک کړي (لومړی ۵۰-۵۰، بیا ۶۰-۴۰، ۷۰-۳۰، او په پای کې بشپړ تسلیمیدل) … بایډن د دوحې تړون نوی کړ او د طالبانو واکمن کېدو ته یې زمینه برابره کړه.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د امریکا د کانګرېس استماعیه غونډې په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د تېر کال په اپرېل کې یې د “د هېواد تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د تګلارو ارزونې” د پایلو په اړه په ۱۲ پاڼو کې د یو لنډیز په خپرولو سره په افغانستان کې د خپلو کړنو په هکله ډېر کم مسوولیت پر غاړه اخیستی او ټینګار یې کړی چې بایډن د ټرمپ د پرېکړو له امله “سخت محدود” شوی و.

د سپینې ماڼۍ په راپور کې راغلي: «له افغانستانه د وتلو څرنګوالي په اړه د ولسمشر بایډن انتخاب د مخکني ولسمشر [ډونالډ ټرمپ] له خوا له رامنځته شوو شرایطو خورا ډېر اغېزمن شوی و؛ کله چې بایډن واک ته ورسېد، طالبان د ۲۰۰۱ کال په پرتله په خپل قوي دریځ کې وو او نږدې نیم هېواد [افغانستان] یې تر کنټرول لاندې و او یا یې ننګولی و.»

[/restrict]

Views: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.