ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په دوو پېښو کې دوه کسان وژل شوي

تېره اونۍ افغانستان کې په دوو پېښو کې دوه کسان وژل شوي

author avatar
17 Feb 2024 - 17:58
تېره اونۍ افغانستان کې په دوو پېښو کې دوه کسان وژل شوي
author avatar
17 Feb 2024 - 17:58

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): تېره اونۍ، بشکېک کې د افغانستان په اړه غونډه وشوه، سبا دوحه کې په دې تړاو ناسته کېږي، نړۍوال بانک له افغانستان سره ۳۰۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه او وایي چې دغه هېواد کې د «کاسا زر» پروژه هم بېرته پیلوي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • سبا د افغانستان په اړه دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي.
  • تېره اونۍ په بشکېک کې جوړه شوې ناسته کې د افغانستان پر مسایلو خبرې وشوې.
  • متقي د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې.
  • د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د اذربایجان سفارت د پرانیستې لیک ومانه.
  • نړۍوال بانک وایي، افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بیا پیلوي.
  • نړۍوال بانک له افغانستان سره ۳۰۰ میلیون ډالره مرسته کوي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله‌والو نيمروز کې يو کس وژلی او دايکنډي کې يو پلار خپل زوی – چې په نشه‌يي توکو روږدی و- وژلی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي او یو کس ټپي و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د دوحې غونډه

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د افغانستان په اړه د دوحې دويمه غونډه، د روانې فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه ترسره شي.

د راپورونو له مخې، په ياده ناسته کې د امريکا متحده ایالتونو په استازیتوب، افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ او د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري او دغه راز د روسيې په استازیتوب د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کوي.

سرچينې زياتوي، ټاکل شوې چې د امریکا او روسیې ترڅنګ په ياده ناسته کې به د چین، ایران، هند، جاپان، تاجکستان، فرانسې، جرمني، او اروپایي ټولنې په ګډون د ۱۸ هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک – چې د دوحې په ناسته کې ګډون کوي – وايي: «د دوحې غونډې موخه دا ده چې د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو په پام کې نیولو سره، په یوې همغږۍ، منسجمه توګه او مناسب جوړښت کې د نړۍوالې ښکېلتیا د زیاتولو څرنګوالي په اړه بحث وشي.»

د افغانستان د رياست‌الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د دوحې ناسته په اړه وايي چې ياده ناسته له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل کولو په موخه جوړېږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له روسي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، که د دوحې ناسته کې د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو زمینه برابرېږي، یو ښه فرصت دی، خو که د اسلامي امارت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره ګڼل کېږي او په همدې اړه د دوحې ناستې له ټولو ګډون‌والو سره پر خبرو بوخت دي.

د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې ناسته

تېره اونۍ د قرغیزستان په پلازمېنه بشکېک کې جوړه شوې ناسته کې د افغانستان پر مسایلو خبرې وشوې.

د راپورونو له مخې، د چین، هند، ایران، قرغیزستان، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو او د ملي امنیت شورا مشرانو برخه اخیستې وه او د افغانستان پر وروستیو حالاتو د بحث ترڅنګ یې افغانستان کې د نشه‌یي توکو په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیوکلای پاتروشیف ادعا کړې چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور له امله هلته تر شلو ډېرې وسله‌والې ډلې فعالې دي او زرګونه وسله‌وال یې هلته فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې دي چې په ځینو نورو سیمه‌ییزو او نړۍوالو ناستو کې هم اندېښنه ښودل شوې چې ګواکي افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون لري، خو د اسلامي امارت چارواکو دا ډول څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

د ا.ا په رسميت پېژندنه

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوه ستراتیژیک سند کې – چې ځینو سرچینو د د روانې سلواغې میاشتې په ۱۴مه خپور کړ- راغلي چې افغانستان کې د کونسلي خدمتونو د پیل لپاره هڅې کوي. اسلامي امارت هم دغه چاره یو ښه ګام وباله.

خو تېره اونۍ د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې د «طالبانو» په اړه د هغوی سیاست نه دی بدل شوی، او که د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي‌، باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي خپلو کړو ژمنو ته ژمن دي، هغه زیاتوي: «موږ له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره تعامل لرو او دا چې امریکا نه غواړي له اسلامي امارت سره تعامل وکړي، دا يې خپله ستونزه ده؛ خو ښه خبره به دا وي چې امریکا له افغانستان سره تعامل وکړي.»

په ورته وخت کې، مولوي امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي روسلان عادلګیروف سره د کابل او مسکو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، د اقلیم بدلون برخو کې د همکاریو او د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو کچې لوړولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

تېره اونۍ د اذربایجان سفیر الهام محمدوف کابل کې د خپل هېواد سفارت پرانیستلو په اړه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پژواک خبري اژانس ته ویلي، دا لومړی ځل دی چې د اذربایجان سفارت کابل کې پرانیستل کېږي او د سفارت د پرانیستلو لیک یا باور لیک یې متقي ومانه او د یاد هېواد پلازمېنه باکو کې د افغانستان سفارت شته.

له دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وياند حافظ ضياءاحمد تکل پژواک خبري اژانس ته ویلي وو: «موږ د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې تر ۴۰ پورې استازولۍ فعالې لرو، او په کابل کې نږدې د ۲۰ هېوادونو سفارتونه فعال دي.»

بشري مرستې

تېره اونۍ، نړۍوال بانک وویل چې له افغانستان سره د حیاتي اساسي خدمتونو لکه اوبو، روغتیا، زده‌کړو او کار څخه د ملاتړ په موخه ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي او پرتګال د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۲۰۰ زره یورو مرسته وکړه.

نړیوال بانک وایي، افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بیا پیلوي

نړۍوال بانک اعلان کړی چې د دغه بانک د نوې تصویب شوې کړنلارې له مخې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پيلوي.

په یوه خبرپاڼه کې چې پرون د نړۍوال بانک له لوري خپره شوې، راغلي، د کاسا زر پروژې چارې د افغانستان د درېیو ګاونډیو هېوادونو په غوښتنه پیلېږي څو پر یوې سرګردانه شتمنۍ د دې پروژې بدلېدو له ګواښه مخنیوی وشي.

نړۍوال بانک ویلي چې د یادې پروژې چارې به په داسې ډول پیل شي څو ډاډ ترلاسه شي چې د راتلونکو ټولو رغنیزو پروژو او عوایدو لګښتونه له افغانستانه بهر مدیریت کېږي.

کاسا زر پروژه له تاجکستان او قرغیزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږد پروژه ده چې په درېیو نورو هېوادو کې یې چارې نږدې پای ته رسېدلې دي.

Visits: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.