ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبير: د قطر د راتلونکې ناستې موخه له موږ سره د نړۍ تعامل دی

مولوي عبدالکبير: د قطر د راتلونکې ناستې موخه له موږ سره د نړۍ تعامل دی

author avatar
11 Feb 2024 - 17:00
مولوي عبدالکبير: د قطر د راتلونکې ناستې موخه له موږ سره د نړۍ تعامل دی
author avatar
11 Feb 2024 - 17:00

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): د رياست‌الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي، قطر کې د افغانستان په تړاو راتلونکې ناسته له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل کولو په موخه جوړېږي.

نوموړي دا څرګندنې نن د سلواغې په ۲۲مه د ننګرهار ولايت مقام کې د دغه ولايت له ولسي او قومي مشرانو سره د ناستې پرمهال وکړې.

په دغه ناسته کې ځايي قومي مشران، سوداګرو او ديني عالمانو د ننګرهار او ختيځو ولايتونو د خلکو ستونزې د رياست‌الوزراء له سياسي مرستيال سره شريکې کړې.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د رياست‌الوزارء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل، په قطر کې د افغانستان په تړاو راتلونکې غونډه له اسلامي امارت سره د نړۍ د تعامل په موخه جوړېږي.

هغه زياته کړه، اسلامي امارت د سياست او اقتصادي پرمختګ په موخه کار کوي چې د نړۍ قوي هېوادونو سره به سيال شي.

نوموړي دا هم وویل چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره ښه تعامل لري، هيچا ته ضرر نه رسوي، افغانان امن پسنده دي، ټوله نړۍ دې له افغانانو ډاډمنه اوسي.

د رياست‌الوزرا سياسي مرستيال ډاډ ورکړ چې په هېواد کې فساد ختم شوی، د نشه‌يي توکو کښت نه شته، غصب له منځه وړل شوی، امن دی، اسلامي نظام ټولې نړۍ ته د امن پيغام او ډاډ ورکوي.

دغه راز، د ننګرهار ولايت مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري وويل، له نننۍ غونډې څخه موخه د ولس او مسوولينو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او پراختيا ده.

هغه زیاته کړه، د ننګرهار د ټولو ادارو په ګډون د اسلامي امارت د ټولو ادارو او وزارتونو دروازې هر وخت د ولس پر مخ خلاصې دي او کولای شي چې خپلې ستونزې په هر حالت کې له مسوولينو سره د حل په موخه شريکې کړي.

په دې ناسته کې د ننګرهار ولايت قومي مشرانو د دغه ولايت د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندېزونه د رياست‌الوزراء له سياسي مرستیال سره شريک کړې او د حل په برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د خوږياڼو ولسوالۍ قومي مشر جان‌اغا خان وويل، د کابل – جلال‌اباد لويې لارې د دويم لين سړک د ختيځو ولايتونو او په ځانګړي توګه د ننګرهار د خلکو لپاره حياتي پروژه ده چې بايد کارونه يې ژر تر ژره پيل شي.

د مومندو قومي مشر مولوي محمد طيب بيا ځوانانو ته د کار زمینې برابرولو غوښته وکړه او يادونه يې وکړه چې ډېر ځوانان د بې روزګارۍ له امله په قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته سفر کوي.

د شينوارو ولسوالۍ قومي مشر ملک ظاهرالله په دغه ولايت کې د نيمګړو پروژو د سرته رسولو او په شينوارو سيمه کې د زده‌کړو زمينې پراختيا غوښته وکړه.

د يادونې ده، پرون هم د رياست‌الوزراء سياسي مرستيال په ننګرهار کې د اقليم بدلون په تړاو جوړ شوي نړۍوال کنفرانس کې د خبرو پرمهال له نړۍ سره د تعامل او په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د سفارتي اړيکو په تړاو خبرې کړې وې.

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.