ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې سږ کال خلکو پوهنې ریاست ته ۴۰ جریب ځمکه وقف کړې ده

غزني‌ښار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۲): د غزني پوهنې ریاست مسوولین وايي چې سږ کال د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې خلکو د ښوونځیو او مدرسو جوړولو لپاره دغه ریاست ته  ۴۰ جریب ځمکه وقف کړې ده.

هغوی زیاتوي، حکومت دومره توان نه لري چې هم ځمکې وپېري او ښوونځي پرې جوړ کړي نو په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده.

د غزني پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول قاري صبغت‌الله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په مرکز، قره‌باغ، مقر، واغظ، خوږياڼو، اندړو او ځینو نورو سیمو خلکو د پوهنې ریاست ته ۴۰ جریب ځمکه وقف کړې څو ښوونځي او مدرسې پرې جوړ کړي.

هغه د بېلګې په توګه وویل چې د مرکز د موشک سیمې خلکو، د مشک‌اباد لومړني ښوونځي لپاره څلور جریبه ځمکه، د قره‌باغ ولسوالۍ د تمکي سیمې خلکو، د تمکي نجونو لېسې ته پنځه جریبه ځمکه، د کنډلغ سیمې خلکو د بي‌بي خدیجه لېسې ته درې جریبه ځمکه، د برلې سیمې خلکو د شهید اکرام‌الدین ښوونځي ته درې جریبه ځمکه، د خوږیاڼو ولسوالۍ د چوب‌تراش سیمې خلکو د خواجه‌خېلو لېسې ته لس جریبه ځمکه، د واغظ ولسوالۍ خلکو د حمدخان کلا سیمې دیني مدرسې ته درې جریبه ځمکه او په نورو سیمو کې هم خلکو د پوهنې ریاست ځمکې ورکړې دي.

هغه زیاته کړه: «د پوهنې برخه کې د خلکو له خوا د ځمکو کومک به د دې سبب شي چې د پوهنې وزارت ورته د نوو ښوونځيو جوړولو پروژې منظورې کړي.»

د احمدي په خبره، حکومت دومره توان نه لري چې هم ځمکې وپېري او ښوونځي هم جوړ کړي نو په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده.

بل لور ته، د غزني خلک هم وايي چې د پوهنې له برخې سره تر خپل وسه همکاري کوي.

د قره‌باغ ولسوالۍ د برلې سیمي اوسېدونکي محمد نظر پژواک ته وویل، د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره ولس تر خپل وسه هلې ځلې کوي.

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د غزني پوهنې برخې ته جدي او ډېره پاملرنه وکړي.

د یادونې ده، په غزني کې دا مهال د نجونو ۷۱ ښوونځیو په ګډون ۷۶۲ ښوونځي فعال دي خو ځيني يې مسلکي ښوونکي او ودانۍ نه لري.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version