منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:10 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

د وزیر محمداکبر خان د کرکټ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

· 1 دقیقه لوستل · 233 کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نن په خوست کې د وزیر محمداکبر خان د کرکټ لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کورني کرکټ له کلني مهالوېش سره سم، د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ نن په خوست کې پیل شوې او د جنورۍ میاشتې تر ۲۶مې به دوام وکړي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې برخه لري چې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کېږي. د ننګرهار سیالۍ سبا پیلېږي.

سرچینې زیاته کړې، د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو لوبډلې پر دوه ګروپونو وېشل شوې چې هره لوبډله به پنځه پنځه لوبې ترسره کوي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له دغو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو وروسته به شل‌اوریزې سیالۍ هم په خوست او ننګرهار کې ترسره شي، څو له دواړو څخه پیاوړي لوبغاړي د ملي شل‌اوریزو، لېسټ اې او میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو لپاره وټاکل شي.