اټلانټا (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د دوحې دوه ورځنی کنفرانس نن د اسلامي امارت له ګډون پرته پیلېږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په دغه کنفرانس کې د ګډون په موخه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټرېش د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.
هغه د دې ناستې په اړه وویل: «د افغانستان په اړه به دا غونډه د سیمهییزو سازمانونو او غړو هېوادونو له استازو سره وي، له طالبانو سره هم ناستې کېږي او د ښځو د ډلو په ګډون به د مدني ټولنې له استازو سره هم ناسته وشي؛ ځکه دا مهمه ده چې د افغان ښځو غږ باید په لوړ او روښانه توګه واورېدل شي.»
نوموړي په داسې حال کې د اسلامي امارت له استازو سره د ناستو خبره کړې چې د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ناوخته اعلان وکړ چې له دوی سره پر مسایلو له واضح بحث پرته نتیجه نه ورکوي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت پر دې باور و چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت دی چې پر اختلافي ټکو په کې واضح او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای.
خو د بهرنیو چرو وزارت خبرپاڼه کاږي: «د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضح کړې ده چې که اسلامي امارت د یوازېني مسوول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او م.م. ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضح خبرو زمینه برابرېږي نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت له خوا بېنتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.»
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی یوازې په هغه صورت کې په دې غونډې کې ګډون کوي چې د افغانستان د یوازېني رسمي استازي په توګه ومنل شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اسلامي امارت پلاوی په یاده غونډه کې ګډون نه کوي.
د دوحې ناسته چې ټاکل شوې نن ورځ ناوخته پیل شي، سبا به هم دوام لري. د راپورونو له مخې، په ياده ناسته کې د امريکا متحده ایالتونو په استازیتوب د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ او د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري، دغه راز د روسيې په استازیتوب د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کوي.
دغه راز په ياده ناسته کې به د چین، ایران، هند، جاپان، تاجکستان، فرانسې، جرمني، او اروپایي ټولنې په ګډون د ۱۸ هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.
د یادونې ده، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په مې میاشت کې هم د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په تړاو لومړۍ مشورتي غونډه وشوه خو د افغانستان سرپرست حکومت ته په کې بلنه نه وه ورکړل شوې.
ملګرو ملتونو د دوحې غونډې هدف له افغانستان سره د تعامل په اړه د نړۍوالې ټولنې یو ګډ تفاهم ته لاسرسی ښودلی و.
د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړو استازو په لومړۍ غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، بریتانیا، امریکا متحده ایالتونو، اوزبکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.
د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، ټولشمول حکومت جوړو، تروریزم او نشهيي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې شوې وې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن