کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): یو شمېر ترکي سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې د هوايي ډګرونو، برېښنا توليد، صنعتي پارکونو او سوداګرۍ برخو کې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت مرستيال مولوي قدرتالله جمال دغه څرګندونې د ترکیې له یو شمېر ملي سوداګرو سره په لیدنه کې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې ترکي سوداګرو په افغانستان کې د هوايي ډګرونو، برېښنا توليد، صنعتي پارکونو او سوداګرۍ برخو کې پانګونې ته چمتووالی وښود.
دغه راز د سوداګرۍ وزارت مرستیال ويلي چې د افغانستان د سوداګرۍ، صنعت او بیارغونې برخو کې د ترکي سوداګرو ونډه اړینه ده او دغه کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرختیا او پیاوړتیا لامل کېږي.
جمال زیاته کړې: «تجارت او صنعت بايد د سياست ښکار نه شي، زموږ اقتصادي پاليسي له هر هېواد سره په اقتصادي موخو ولاړه ده.»
د هغه په خبره چې افغانستان له اسلامي هېوادونو سره سوداګریزو اړیکو ته لېوال دی.
نوموړی دغه راز وايي چې ډېرو اسلامي هېوادونو له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې تر پخوا ډېرې ټينګې کړې او دلته یې پانګونې هم کړې دي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن