ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ریچارد بېنټ وايي، د دوحې ناسته کې ګډون نه کوي

ریچارد بېنټ وايي، د دوحې ناسته کې ګډون نه کوي

author avatar
18 Feb 2024 - 16:48
ریچارد بېنټ وايي، د دوحې ناسته کې ګډون نه کوي
author avatar
18 Feb 2024 - 16:48

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د م.م د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، د دوحې په ناسته کې ګډون نه کوي خو وایي تمه لري چې دا ناسته د هغو شریکانو ترمنځ د نورو مانا لرونکو او ټولګډونه ناستو پېلامه شي چې تل یې په خپلو خبرو کې د بشر او ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړی.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې دوه ورځنی کنفرانس نن د اسلامي امارت له ګډون پرته پیل شوی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، که څه هم د افغانستان په اړه د دوحې غونډه کې ګډون نه کوي؛ خو هیله یې ښودلې چې دا ناسته به د هغو شریکانو ترمنځ د نورو مانا لرونکو او ټولګډونه ناستو پېلامه شي چې تل یې په خپلو خبرو کې د بشر او ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، په ياده ناسته کې د امريکا متحده ایالتونو په استازیتوب، افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ او د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رینا امیري او دغه راز د روسيې په استازیتوب د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون کوي او ټاکل شوې چې د امریکا او روسیې ترڅنګ په ياده ناسته کې به د چین، ایران، هند، جاپان، تاجکستان، فرانسې، جرمني، او اروپایي ټولنې په ګډون د ۱۸ هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلامیه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې راغلي: «بهرنیو چارو وزارت م.م ته واضحه کړې چې که اسلامي امارت د یوازېني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او که د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او م.م. ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به کټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت له خوا بې‌نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.»

یو شمېر شنونکو د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون ستایلی، خو ځینو بیا لیکلي چې باید ګډون یې په کې کړی وای؛ ځکه دا ښه موقع وه چې خپل دریځ او وړاندیزونه یې نړۍوالو ته مخامخ وړاندې کړي وای.

Views: 102

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.