Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دوحې ناسته کې افغانستان ته ځانګړی استازی ونه ټاکل شو؛ ګوټریش: نورې سلا مشورې کوو

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټریش وایي چې د دوحې کنفرانس ګډونوال د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافق وو خو پر دې موضوع به لا نورې سلا مشورې وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انټوني ګوټريش دا څرګندونې د دوشنبې ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

یاده غونډه کې چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې جوړه شوې وه، د شاوخوا ۲۸ هېوادونو استازو او د افغانستان د مدني ټولنې څلورو غړو برخه اخیستې وه خو د افغانستان سرپرست حکومت - سره له دې چې بلنه ورکړل شوې وه- په وروستیو شېبو کې وویل چې په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه کنفرانس ګټور وباله او ویې ویل چې ګډونوالو په کې د افغانستان په تړاو مهمې خبرې او بحثونه وکړل.

هغه زیاته کړه، د افغانستان سرپرست حکومت ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې ته ورشي، خو هغوی یې بلنه ونه منله؛ ګوټریش هیله وښوده چې د هغوی استازي په راتلونکي کې په دا ډول نورو غونډو کې ګډون وکړي.

ګوټریش وویل، د افغانستان سرپرست حکومت په دې غونډې کې د ګډون لپاره یو لړ شرایط ټاکلي‌ وو چې په وینا یې، ملګرو ملتونو ته د منلو نه وو.

هغه دغه راز وايي، د هغوی یو شرط دا و چې د افغانستان له نورو استازو سره به په دې غونډه کې خبرې نه کېږي.

راپورونه وايي چې د کابل شرطونه دا هم وو چې د دوحې په غونډه کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ګومارل کېدو په اړه بحث نه کېږي، په غونډه کې دې کابل د افغانستان د استازي په توګه ومنل شي‌ او کابل پلاوی به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره ملاقات کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي  وویل، کنفرانس کې د افغانستان د سرپرست حکومت نه ګډون غونډې ته هیڅ زیان ونه رساوه.

نوموړي‌ د دوحې غونډې د هدف په اړه وویل: «موږ د یو سوله‌ییز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یوه ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړۍوالو ژمنو عملي کولو توان ولري.»

ده زیاته کړه: «افغانستان باید د اورپکو مرکز نه شي،‌ د ښځو او نجونو حقونو ته په کې درناوی وشي او داسې حکومت په کې وي چې ټول قومونه په کې برخه ولري.»

ګوټریش وایي، نړۍوالو مکلفیتونو ته پابندي، له ګاونډیانو او نړۍوالو سره د سرپرست حکومت د اړیکو په ټینګولو او د افغانانو حقونو ته په درناوي‌ سره به هغوی د نړۍوالې ټولنې سیاسي‌ او اقتصادي‌ میکانیزمونو کې ورګډ شي.

هغه زیاته کړه چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره ګډونوال د ملګرو ملتونو د ځانګړي مفتش له ارزونو سره موافق وو چې یو وړاندیز یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې د یوه ځانګړي استازي ګومارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د افغانستان سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیم کړي.

د ځینو سرچینو په وینا، ټاکل شوې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې وګومارل شي.

ویل کېږي چې چین، روسیه او  ایران د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافقه نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون له ځینو مشخصو هېوادونو د اړیکو د یوې ډلې جوړولو طرحې په اړه هم وغږېد، ويې ویل چې له کابل سره په تعامل کې نوره همغږي هم وشي خو هغه زیاته کړه چې د تماس ډلې جوړول د هغه شخصي نظر دی.

ګوټریش وویل، روسیې غوښتي وو چې د دوحې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره لیده کاته ونه شي.

خو هغه زیاته کړه: «زه له دغه وړاندیز سره بېخي مخالف یم؛ له طالب مقاماتو سره ملاقاتونه مهم دي، خو فکر کوم دا هم ډېر مهم دي چې په افغانستان کې د نورو خلکو خبرې هم واورېدل شي.»

د افغانستان د مدني ټولنو په استازیتوب خبریال لطف‌الله نجفي‌زاده، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شاه‌ګل رضايي، د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او د بشري حقونو فعاله میترا مهران د دوحې غونډې ته بلل شوي‌ وو.

په دوحه کې افغان ژورنالېست سمیع یوسفزی وایي، دا کنفرانس په دې مهم و چې د افغانستان په اړه جوړ شو او نړۍوالو پرې خبرې وکړې.

خو هغه له پژواک سره خبرو کې وویل چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍوالو پر تعامل د یو شمېر هېوادونو ترمنځ اختلافات رابرسېره شول.

ده زیاته کړه، چین، ایران او روسیه نه غواړي چې له اسلامي امارت سره دې نړۍوال په سختۍ سره برخورد وکړي، خو ځینې نور غربي هېوادونه بیا سختي غواړي.

د یوسفزي په وینا، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي پر ټاکل کېدو هم د یو شمېر هېوادونو ترمنځ اختلافات شته؛ روسیه، چین او ایران نه غواړي چې بل استازی وټاکي، په داسې حال کې چې د افغانستان سرپرست حکومت هم د نوي استازي له ټاکل کېدو سره مخالف دی.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.