Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د جاپان سفیر: نړۍ دې له ا.ا سره تعامل وکړي

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۲): په کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې ولري.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې د جاپان له سفیر تکه یوشي کیورومي سره لیدلي دي.

 سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د جاپان سفیر وویل چې هېواد یې غواړي له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې ولري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ له افغانستان سره تعامل وکړي.

نوموړي د افغانستان د تاریخې اثارو د ساتنې، بیارغونې او ملي موزیم برخو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته د مرستې ډاډ ورکړ.

سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل: «د تاریخي اثارو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی، باید یو له بل سره همکار پاتې شو.»

خیرخواه زیاته کړې، د افغانستان او جاپان دیپلوماټیکې اړیکې د متقابل احترام پر بنسټ ولاړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.