ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د منظم غذايي رژیم او ورزش له لارې کولای شئ د تریخي ناروغۍ مخنیوی وکړئ

ډاکټران: د منظم غذايي رژیم او ورزش له لارې کولای شئ د تریخي ناروغۍ مخنیوی وکړئ

author avatar
20 Feb 2024 - 17:20
ډاکټران: د منظم غذايي رژیم او ورزش له لارې کولای شئ د تریخي ناروغۍ مخنیوی وکړئ
author avatar
20 Feb 2024 - 17:20

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ډاکټران تریخی یا کیسه صفرا د هضم، د غیر ضروري موادو دفع کولو او د شحمیاتو جذبولو برخه کې د بدن یو مهم غړی بولي خو وایي، ورزش نه کول، له غوړو خوړو ډېره استفاده او د وزن زیاتوالی هغه موارد دي چې د بدن دې برخه کې د ناروغۍ لامل کېږي.

د ډاکترانو په خبره، تریخی یا کیسه صفرا چې د ګېډې داخلي غړی دی، صفرا ساتي؛ صفرا هغه مایع ده چې د سږو په وسیله جوړېږي او د هضم، د غوړو جذبولو او د ويټامونو لپاره اړینه ده.

هغوی د تریخي التهاب، د ابسې، پولیپ، د تریخي ډبره، سرطان، رفلاکس، صفراوي قولنج، زېړی او پانکراتیت د تریخي ناروغۍ یادوي، خو وایي چې د دغو ناروغیو له ډلې عامه یې د کیسه صفرا ډبره ده.

کابل ښار کې د کیور روغتون د عمومي جراحۍ متخصص ټرېنر ډاکټر ذبیح‌الله شریف پژواک ته وویل: «کیسه صفرا زموږ د بدن یو غړی دی چې له سږي سره نښتی او د کیسه صفرا عمده دنده هضم، د شحمیاتو او غوړیو جذبول دي.»

هغه وایي چې د تریخي ډبره په هېواد یوه عامه ناروغي ده.

د هغه په خبره، په تریخي کې د ډبرې رامنځته کېدو عمده لاملونه په صفرا کې د شته کلسترول لوړېدل، د وزن زیاتوالی، ورزش نه کول، پرله پسې زېږونونه او له غوړو خوړو ډېره استفاده کول ګڼل کېږي.

هغه وویل: «ځيني فکتورونه شته چې په تریخي کې د ډبرو یا التهاب پیدا کېدو لامل کېږي؛ مثلاً زموږ په خلکو کې په ځانګړي ډول په ځوانانو کې د خوړو بڼې ډېر تغییر کړی، ډېری هڅه کوي چې سره کړي خواړه وخوري، پرله پسې زېږونونه، چاغښت او داسې نور…»

ډاکټر شریف وایي، څنګه چې په تریخي کې ډبره پیدا شي، ډېری ناروغان په لومړیو کې هیڅ نښې نښانې نه لري، خو کله چې دا ناروغي پرمختللې شي شدید درد پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړه، کله چې تریخی التهابي شي، ناروغ معمولاً د معدې له پاسه ښي اړخ ته د ملا او اوږې سره شدید درد احساسوي، که التهاب شدید وي، تبه، د بدن لړزه، په معده کې سنګیني او ګېده کې درد پیدا کېږي.

هغه سپارښتنه وکړه: «په تریخي کې د ډبرې له پیدا کېدو د مخنیوي په موخه، باید منظم ورزش وکړو، له غوړو خوړو او له بازار خورۍ ډډه وکړو، باید له ډېرو سبزیو او میوو استفاده وکړو.»

د دغه ډاکټر په خبره، د تریخي د ډبرې یوازېنۍ درملنه عملیات ده، له دې پرته ناروغ له جدي خطر او ان پر سرطان د اخته کېدو له ګواښ سره مخ کېدای شي.

سرچینې وویل: «زموږ په هېواد کې نوې څېړنې نه دي شوې، خو په نورو هېوادونو کې تر سره شوې څېړنې ښیي چې پر دې ناروغۍ د نارینه‌وو په پرتله ښځې ډېرې اخته کېږي.»

هغه هم دغه روغتون ته ډېری مراجعه کوونکي ښځې یادې کړې او زیاته یې کړه چې د دغه روغتون ۴۵ سلنه ناروغان هغه کسان دي چې د تریخي ډبرې پر ناروغۍ اخته دي.

سرچینې زیاته کړه، په هېواد کې د امنیت په تامینېدو سره یې مراجعین ډېر شوي؛ ځکه چې ناروغان د هېواد له لرې ځایونو هم مراجعه کوي.

د کیسې صفرا ډبرې پر ناروغۍ ډېری اخته کسان ډېرو عمر لرونکي ناروغان دي.

کابل ښار کې د زویا معالجوي کلینیک د عمومي جراحۍ متخصص ډاکټر سیدبشیر سادات وویل چې د تریخي ډبرې پر ناروغۍ ډېری اخته ناروغان له ۴۰ کلونو ډېر عمر لرونکي دي، خو ځیني وخت ماشومان هم پرې اخته کېږي.

نوموړي هم د وزن زیاتوالی، ورزش نه کول، پرله پسې زېږونونه او له غوړ خوړو ډېره استفاده پر دې ناروغۍ د اخته کېدو لامل بولي.

 د هغه په خبره چې تبه، د بدن لړزه، د ګېدې دردونه، د غاړې شدید درد او د زړه بدوالی د دې ناروغۍ نښې نښانې دي.

سرچینې وویل چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید له شحمي او پروتیني خوړو کمه استفاده وشي.

هغه وویل که په وخت د کیسې صفرا درملنه ونشي، ناروغ به له جدي خطرونو سره مخ شي.

بلخوا پایوازان خوشحاله دي چې د ناروغانو درملنه یې د هېواد دننه کېږي.

کیور روغتون کې د یوه بستري ناروغ پایواز سراج‌الدین سعیدي وایي چې ناروغ یې په تریخي کې ډبره لرله او نن دغه روغتون کې عملیاتېږي.

د هغه په خبره، ناروغ به یې تل د معدې او ګېډې له درده شکایت کاوه، کله چې دغه روغتون ته یې مراجعه وکړه ناروغي یې تشخیص شوه.

دغه راز، زویا معالجوي کلینیک کې د یوه ناروغ پایواز محمدنبي وویل: «زوی مې ناروغ دی، د کیسه صفرا عملیات یې وکړ، یو ساعت کېږي چې له عملیات‌خونې رایستل شوی، شکر چې د هېواد په داخل کې مې د ناروغ درملنه وشوه.»

نوموړی هم وایي چې ناروغ یې د تریخي ډبره او التهاب درلوده او تل یې د معدې له درده شکایت کاوه.

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.