کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۳): پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې اونۍ په اسلاماباد کې د "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدهکړې، چلېنجونه او فرصتونه" تر سرلیک لاندې غونډه جوړوي.
د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) غونډه د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه او ۱۲مه په اسلاماباد کې جوړه شي.
سرچینه زیاتوي چې یاده غونډه د "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدهکړې، چلېنجونه او فرصتونه" تر سرلیک لاندې جوړه شي.
په خبر کې دغه راز راغلي چې تر اوسه د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو شاوخوا ۳۰ وزیرانو ویلي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کوي.
راپور کاږي چې که څه هم د کنفرانس تفصیلي اجنډا تر اوسه پټه پاتې ده، خو سرچینو اکسپریس ټربیون ته ویلي، د یادې غونډې یوه اساسي موخه دا ده چې د افغانستان پر سرپرست حکومت فشار راوړل شي څو د نجونو د زدهکړو په اړه پر خپل دریځ له سره کتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه باندې درې کاله مخکې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې او له هغه یو کال وروسته پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړې وځنډول شوې.
په کور دننه او بهر له اسلامي امارته غوښتل شوي چې د نجونو پر زدهکړو لګول شوی بندیز لرې کړي، خو چارواکو ویلي، هڅې روانې دي چې د مناسب چاپېریال په رامنځته کېدو سره د نجونو زدهکړو ته اجازه ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP