Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان د څلورو ولسوالیو لارې بېرته پرانیستل شوې

پلخمري (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): بغلان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو لارې چې د واورې ورېدو له امله له مرکز پلخمري سره تړل شوې وې، نن بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.

د بغلان د ټولګټو ریاست اداري مسوول بهیر شینواري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت له مرکز پلخمري سره د څلورو ولسوالیو نښلوونکې لارې چې د وړمې شپې درنو واورو له امله د موټرو پر مخ تړل شوې وې، نن بېرته پرانیستل شوې.

هغه زیاته کړه، د پل‌حصار ولسوالۍ لار نن سهار وختي پرانیستل شوه او د بلفي په نوم کوتل چې خوست، فرینګ او جلګه ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي، شېبه وړاندې یوازې یو طرفه د موټرو لپاره پرانیستل شوه.

شینواری وایي، د لرو پرتو ولسوالیو لارو پاکولو چارې دوام لري او ډېر ژر به د ترافیکو پر مخ خلاصې شي.

دغه راز د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس هدایت‌الله همدرد وایي چې له تېرې ورځې راهیسې په شیخ جلال، سجي او بلفي کوتلونو کې چې د څلورو ولسوالیو اوسېدونکي پرې تګ راتګ کوي، د واورې پاکولو کار روان دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.