کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲): د بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو نړیوال صندوق «ګلوبل فنډ» وایي، په افغانستان کې یې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره څلور میلیون او اووه لکه ډالره مرسته تصویب کړې ده.
یاد سازمان تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مالي مرسته به د ایچایوي ایډز، نري رنځ یا تبرکلوز او ملاریا ناروغیو پر تشخیص او درملنه او دغه راز په دې اړه پر عامه پوهاوي د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «UNDP» له لوري ولګول شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دغو مالي مرستو په استفاده به له پاکستانه راستنو شوواو راستنېدونکو ته هم بېلابېل خدمات وړاندې شي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې له خوا پر هغو ۶۶ میلیون ډالرو، څلور اعشاریه اووه میلیون نوره اضطراري مالي مرسته ورزیاته شوه چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د یوې درې کلنې دورې لپاره په پام کې نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۳مه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې پرتګال د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP