ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا د درېیو ولسوالیو خلک: برېښنايي پېژندپاڼو اخیستو برخه کې له سختو ستونزو سره مخ یو

24 Feb 2024 - 12:49
24 Feb 2024 - 12:49

ګردېز (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۲): د پکتیا د ګردې ‌څېړۍ، شواک او وزي‌ځدراڼ ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو نشتوالي له امله اړ دي د تذکرو اخیستو لپاره څو ځلې ګردېز ته ولاړ شي.

په دې اړه د شواک یوه اوسېدونکي سراج‌الدین پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ټوله ولسوالۍ کې د برېښنايي تذکرو وېشلو مرکز نشته.

هغه وايي: «موږ مجبور یو ګردېز ته لاړ شو، هم مو وخت ضایع کېږي او هم مو ډېر مصارف کېږي، بل هلته ګردېز هم یو مرکز دی، ډېر خلک ورځي، د یوې تذکرې کار په څو ورځو کې نه خلاصېږي.»

دغه راز د ګردې څېړې یوه اوسېدونکي نورالله هم ورته شکایت لري او وايي چې د برېښنايي تذکرې بیه هم لوړه ده.

هغه وویل: «یو خو موږ دلته د تذکرو مرکز نه لرو، ګردېز ته ځو، بل پخوا یې بیه سل افغانۍ وه خو اوس پنځه سوه افغانۍ ده.»

هغه زیاته کړه چې یوه تذکره له تګ راتګ او په ګردېز کې له پاتې کېدو سره څلور یا پنځه زره افغانۍ تمامیږي چې ډېر خلک د دومره پيسو ورکولو توان نه لري.

دغه راز د وزي ځډران ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اخترجان خپلواک پژواک ته وویل چې په اوسني وخت کې د برېښنايي تذکرې اخیستل ډېر اړین دي خو زیاتوي چې په ولسوالۍ کې یې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز نشته او اړ دي د دې لپاره ګردېز ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړه: «که د یوه کس تذکره په‌کار وي، مرکز ګردېز ته به لاړ شي خو که د ټولې کورنۍ په کار وي نو بیا دا سخت کار دی چې ټوله کورنۍ دې ګردېز ته لاړه شي او هلته دې څو شپې د یوې تذکرې لپاره تېرې کړي.»

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې د یادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

بل لور ته مسوولین هم د یادو خلکو ستونزې مني او د حل ډاډ یې ورکوي.

په دې اړه د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي ثواب‌جان اسلامیار پژواک ته وویل چې د ځدراڼ‌مېشتو ولسوالیو ستونزه به د حل په موخه له اړوند ادارو سره شریکه کړي.

نوموړي زیاته کړه: «دا چې د ځدراڼ‌مېشتو ولسواليو خلک برېښنايي تذکرو اخيستو برخه کې د اسانتياوو غوښتنه کوي، ان‌شاالله موږ به د دوی غږ تر اړوند ادارو ورسوو څو په دې برخه کې اسانتيا رامنځته شي.»

د اسلامیار د معلوماتو له مخې، څه موده مخکې د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو وېشلو یو مرکز پرانیستل شوی دی.

د یادونې ده، د یادو درېيو ولسوالیو ترڅنګ د پکتیا په ځينو نورو ولسوالیو کې هم د برېښنايي تذکرو وېشلو مرکزونه نشته.

Views: 65

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version