کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې یو خصوصي شرکت د کابل جګدلک یاقوتو پر کان ۲۷،۵ میلیون امریکايي ډالر پانګونه کوي.
د یاد وزارت پر اېکسپاڼه راغلي، پرون د یاد کان داوطلبي ترسره شوه چې په پایله کې یې اسلامي امارت ته د ۴۴ سلنې ونډې په منلو د «اریانا هایلنډ» شرکت ګټونکی شو.
خبرپاڼه کاږي، ګټونکی شرکت د ټولنیزو خدمتونو برخه کې هم پنځه میلیون امریکایي ډالر لګوي.
د جګدلک یاقوتو کان د کابل سروبي ولسوالۍ په سوېل لوېديځ کې موقعيت لري او مساحت يې ۹،۶ کیلومتره مربع دى.
دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت د تېرې سلواغې میاشتې په ۲۰مه د غور شهرک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د درېیم بلاک نيمايي برخې د استخراج تړون د ۲۴۷،۴ میلیون ډالرو په ارزښت له یوه داخلي شرکت سره د لاسلیک خبر ورکړی و.
Views: 77
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن