ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شوکاڼي د استخراج او پروسس شرکتونه: که مو قراردادونه نوي نه شي، فعالیتونه مو درېږي

د شوکاڼي د استخراج او پروسس شرکتونه: که مو قراردادونه نوي نه شي، فعالیتونه مو درېږي

author avatar
25 Feb 2024 - 14:57
د شوکاڼي د استخراج او پروسس شرکتونه: که مو قراردادونه نوي نه شي، فعالیتونه مو درېږي
author avatar
25 Feb 2024 - 14:57

جلال‌اباد (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۲): ننګرهار کې د شوکاڼي د استخراج او پروسس کاروباريان وايي، د شوکاڼي پر استخراج بنديز او د قراردادونو نه تمديد له امله یې فابریکې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

هغوی دغه راز زیاتوي، اوسمهال نوی استخراج بند دی او فابريکې يوازې پخواني استخراجي شوي شوکاڼي پروسس کوي چې هغه هم مخ په خلاصېدو دي.

بلخوا د ننګرهار د کانونو او پټروليم رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د شوکاڼې استخراج د لنډمهال لپاره ځکه بند شوی چې کيندنه يې خودسرانه، د لايحې، قانون او قراداد له مخې نه کېده.

په ننګرهار کې د شوکاڼي پروسس يوې فابريکې مسوول او سوداګر ساجدخان وايي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د شوکاڼي استخراج بند شوی او فابریکه لرونکي يوازې پخواني شوکاڼي پروسس کوي.

دی وايي، که د شوکاڼي استخراج ته اجازه ورنه کړل شي او قراردادونه تمديد نه شي، ښايي په دې برخه کې بوخت زرګونه کسان بېکاره شي.

دغه راز د شوکاڼي پروسس یوې بلې فابریکې مشر میاګل شهزاده پژواک ته وويل، که څه هم اوس د شوکاڼي استخراج بند دی او يوازې پخوانۍ پاتې ډبرې پروسس کېږي خو که قراردادونه تمديد نه شي نو فابریکې به وتړل شي او زرګونه کسان به خپلې دندې له لاسه ورکړي.

دی وايي: «له اسلامي امارته مو غوښتنه ده، کوم قراردادونه چې د جمهوريت په وخت کې شوي، هغه بېرته تمديد شي او کومې فابريکې چې قرارداد نه لري، بايد نوي قراردادونه ورکړل شي.»

بلخوا د ننګرهار د کانونو او پټروليم رياست مسوولين وايي چې د شوکاڼي پر استخراج بندیز لنډمهال دی او د اصولو له رعایت وروسته به شرکتونو ته بېرته د استخراج اجازه ورکړل شي.

د کانونو او پټروليم رييس هدايت‌الله ابوتراب وايي، د شوکاڼي سوداګرو ته يې د پخوا په پرتله ډېرې اسانتياوې برابرې کړې او اوسنۍ ستونزه یې هم اوږدمهاله نه ده.

هغه زياته کړه: «دلته خودسره کيندنې وې، قرارداد لږو کسانو کړی و او استخراج ډېر و، محيط زيست والا ترې هم شکايت درلود، د سيمې خلکو هم او موږ ترې هم شکايت درلود.»

د کانونو رييس وايي، د استخراج چارې سره له دې چې ډېرې يې غيرقانوني او د اصولو خلاف وې، د دې ترڅنګ يې د استخراج کچه هم ډېره زياته وه.

دی وايي، په نوي طرزالعمل او لايحه کار روان دی چې له مخې به يې يا پخواني قردادونه تمديد شي او يا به هم قراردادونه له سره ازاد رقابت ته ولاړ شي او قراردادونه به هغه شرکتونه ګټي چې معیارونه یې پوره وي.

بلخوا په ننګرهار کې د شوکاڼي شرکتونو اتحاديه وايي چې په دغه سکټور کې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د ننګرهار د شوکاڼي شرکتونو اتحاديې وياند محفوظ الحق کاکړ پژواک ته وويل، د شوکاڼي د استخراج او پروسس برخه لږ تر لږه ۶۰ میليون ډالر پانګونه شوې، تر څلوېښتو فابريکې موجود دي او هر کال له ۵۰۰ زره نيولې تر يو میليون ټن پورې صادرات لري.

هغه وايي، شوکاڼی امریکايي، اروپايي او اسيايي هېوادونو ته صادرېږي چې ډېره برخه صادرات یې اروپايي هېوادونو ته کېږي.

هغه وویل چې په دغه سکټور کې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

په ننګرهار کې د شوکاڼي فابريکه لرونکي او سوداګر ډېر کله له دې ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وي خو حکومت همېشه پړه ځکه پر سوداګرو اچولې چې په خبره يې، ډېر کله له قانونه سرغړونه کوي.

Views: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.