Language

پنجشېر کې شپږ ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته درمل وسوځول شول

پاراخ (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د پنجشېر عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د شپږ ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته درملو له سوځولو خبر ورکوي.

د پنجشېر د عامې روغتیا رییس حجت‌الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد درمل چې ۴۸ قلمه بېلابېل ډول درمل په کې شامل وو، د روان کال له لومړیو تر اوسه د دغه ولایت له درملتونونو او روغتیایي مرکزونو ټول شوي وو.

هغه زیاته کړه، یاد درمل شپږ ټنه وو چې ټولیز ارزښت یې دوه میلیون افغانۍ کېده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.