جلالاباد (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): ننګرهار کې د سرې مياشتې ټولنې لسګونو بېسرپرسته کورنيو ته اوزې ووېشلې او د ځینو نورو وسایلو مرسته یې هم ورسره وکړه.
د یادې ټولنې مسوولين وايي چې دغه مرسته یې د یادو کورنیو د مالي ملاتړ په موخه وکړه.
په ختيځ زون کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسوول مولوي قمرګل نصرت د یادې مرستې د وېش پر مهال وويل چې د اتريش هېواد په مالي ملاتړ د دغه ولايت ۱۱۰ بېسرپرسته کورنيو ته یې اوزې او ځیني نور توکي وېشلي دي.
هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته پنځه اوزې ورکړل شوې دي.
بلخوا د یادې ټولنې د ختیځ زون د مرستون امر احسانالله مملهوال وویل، د اوزو ترڅنګ هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه جوار، ستل، ټاټکی، بېلچه، دستکش او ۳۵۰ نغدې افغانۍ هم ووېشل شول.
د مرستو ترلاسه کوونکي وايي، که څه هم د دغو اوزو شمېر کم دی خو خپلو اړتياوو ته په کتو کولی شي د هغو ساتنې له لارې یو څه ترلاسه کړي.
کوچنی رحيمالله چې پلار يې مړ شوی او اوس په لسکلنۍ کې د کور سرپرستي ور له غاړې ده، په دې مرسته خوښ دی او وايي چې د نورو کارونو زمینه دې هم ورته برابره شي.
د سرې مياشتې رياست وايي، هڅه کوي د خوراکي توکو او نغدي مرستې پر ځای د کورنيو اړتیاوو پوره کولو په موخه هغوی ته کوچني کورني کاروبارونه پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP