ترینکوټ (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): اروزګان کې امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند توري سیمه کې یوه موټرسایکل له موټر سره ټکر کړی چې له امله یو سړی مړ او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
هغه وویل، یاده مرګژوبله موټرسایکل سپرو ته اوښتې او زیاتوي چې پېښه د چلوونکو بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.
Views: 10