غزني ښار (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۲): د غزني ولایت امنیتي مسوولین وایي، د غزني ښار څلورمې حوزې قرهباغي سیمه کې یوه ۲۵ کلن ځوان ځانوژنه کړې.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک ته وویل، نن سهار شپږ بجي د غزني ښار د څلورمې حوزې اړوند قرهباغي سیمه کې د حسین په نوم یوه ۲۵ کلن ځوان ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.
نوموړي وویل چې د پېښې علت نه دی معلوم، خو ممکن هغه د عصبي ناروغۍ له امله یې ځانوژنه کړې وي.
د یادونې ده، ځانوژنه د اسلام دین له نظره کبیره ګناه ده او هیڅوک باید د ژوند له ستونزو د خلاصون په موخه پر دغه عمل لاس پورې نه کړي.
Views: 59