مزارشریف (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د بلخ د اوسپنې پټلۍ ریاست مسوولین وايي چې د روان کال په ۱۱ مياشتو کې د حيرتان بندر له لارې شاوخوا ۲،۸ ميليون ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د بلخ اوسپنۍ پټلۍ رییس مولوي محمدشفیق محمود وایي چې اوسمهال د حيرتان بندر له لارې په اوسط ډول د ورځې ۱۰ زره ټنه انتقالات کېږي چې واردات، صادرات او ترانزیټ پهکې شامل دي.
د نوموړي په وينا، په تېر ۱۴۰۱ کال کې د حيرتان بندر له لارې شاوخوا ۳،۴ میليون ټنه انتقالات ترسره شوي خو د سږ کال په ۱۱ میاشتو کې بیا دغه کچه ۲،۸ میلیون ټنه ده.
د هغه په خبره، د حيرتان مسير په بشپړ ترمیم او فعاليت سره به سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي څو دوی وکولای شي د دغه مسير له لارې په پوره اطمینان او مصونيت سره خپل سوداګریز توکي صادر او وارد کړي.
بلخوا د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه امر شکیب اکبري وایي چې د دې اوسپنې پټلۍ په غځولو او فرعي لارو په جوړولو سره به سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي چې افغانستان په وچه کې واقع هېواد دی او د اوسپنې پټلۍ د دغه هېواد اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره تر ټولو ارزانه، اسانه او مصونه لار او وسیله ده.
په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر هم د اوسپنې پټلۍ د توکو د انتقال لپاره لویه اسانتیا بولي.
بلخ کې یوه سوداګر قلندر رحیمي وویل چې د اوسپنې پټلۍ له لارې توکي په مصونه توګه انتقالېږي او هم د نورو ترانسپورټي وسایطو په پرتله ارزانه لار ده.
هغه زیاتوي، که اوسپنې پټلۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو او سیمو ته وغځېږي نو تر ډېره به سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د حيرتان - مزارشريف د ۷۵ کيلومتره اوسپنې پټلۍ مسير پروژې بيارغونې چارې تېره اونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په مالي لګښت او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکارۍ پيل شوې چې د درېيو مياشتو په موده کې به بشپړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP