اسعداباد (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د کونړ امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، روان کال کې یې د بېلابېلو جرمونو په تور ۹۳۱ کسان نیولي، لسګونو میله سپکې او درنې وسلې یې ترلاسه کړې او د موټرو د ثبت، لایسنس او پاسپورټ له درکه یې څه باندې ۱۳۱ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د کونړ امنیه قوماندان مولوي عبدالحق حقاني نن یوې خبري غونډې ته د روان کال د تېرو څه باندې یوولسو میاشتو کړنې او لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
هغه وویل، د امنیې قوماندانۍ د ترافکیو مدیریت د موټرو د ثبت، جوازسیر، لایسنس او د پاسپورت د وېش له درکه د روان کال له پیله تر اوسه یې څه باندې ۱۳۱ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
نوموړي وویل: «موږ د خپلو هڅو په لړ کې د تېر یوه کال په موده کې ۳۷ میله مختلفالنوع سپکې او درنې وسلې، ۱۸ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، درې کړۍ ماینونه او یوه اندازه نشهیي توکي کشف او ضبط دي.»
هغه وایي، د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د پلټنو پر مهال په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې د ۳۷۷ بېلابېلو جنایي قضیو په تړاو ۹۳۱ تورن کسان نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
نوموړي د دغه ولایت له خلکو وغوښتل چې د جرمونو په مخنیوي او د امنیت په ټینګښت کې ورسره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP