ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کمال‌خان بند اوبه ایران ته ورخوشې شوې

7 Mar 2024 - 00:22
7 Mar 2024 - 00:22

اټلانټا (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د وروستیو ورښتونو له امله د کمال‌خان اوبو بند کاسه ډکه شوې او د ایران حق‌ابه یې هم ور خوشې کړې ده.

د هلمند له سینده د ایران حق‌ابې تامینول، له اسلامي امارته د ایراني چارواکو یوه جدي غوښتنه وه؛ هغه مسئله چې په دې وروستیو کلونو کې د کابل او تهران ترمنځ د ناندریو ډېرېدو لامل هم شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د کب په ۱۶مه طلوع نیوز ته ویلي: «زموږ هڅې روانې دي چې په افغانستان کې اوبیزې زېرمې ډکې شي او هغه ژمنې چې له ایران سره یې لرو هم په پام کې ونیسو، د اوبو خوشې کول هم سم دي.»

له دې سره سم په نیمروز کې ځيني کروندګر وایي چې د وروستیو وچکالیو له امله سخت زیانمن شوي او ټینګار کوي چې په لومړي ګام کې باید دوی د کمال خان بند له اوبو برخمن شي.

د نیمروز  یوه کروندګر احمدخان ویلي: «لومړی دې موږ ته اوبه راکړي، کله چې زموږ کښت او کرنه وشي، اضافه اوبه دې بیا ګاونډي ته ورکړي، موږ د هغه مخه نه‌ نیسو.»

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هغه مهال د لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران د لومړي وزیر امیر عباس هویدا ترمنځ لاسلیک شو؛ د دغه تړون له مخې افغانستان باید په هره ثانیه کې ایران ته ۲۶ متره مکعب اوبه ورکړي.

ایران تل شکایت کوي چې دوی ته اوبه کمې خوشې کېږي، خو د افغانستان اسلامي امارت وایي چې د دغه تړون له مخې ایران ته اوبه پرېږدي او بله دا چې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله اوبه کمې شوې دي.

د یادونې ده، څو میاشتې مخکې د ایران یوه تخنیکي پلاوي په اروزګان کې د هلمند سیند له سرچینو هم لیدنه کړې وه.

Views: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version