ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: ۲۰۲۳ کال د کډوالو لپاره تر ټولو مرګونی کال و

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: ۲۰۲۳ کال د کډوالو لپاره تر ټولو مرګونی کال و

author avatar
7 Mar 2024 - 14:11
د کډوالۍ نړۍوال سازمان: ۲۰۲۳ کال د کډوالو لپاره تر ټولو مرګونی کال و
author avatar
7 Mar 2024 - 14:11

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه اته زره او ۵۶۵ کسان د کډوالۍ په لارو کې مړه شوي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان تېره شپه ناوخته د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې ۲۰۲۳ کال د کډوالو لپاره تر ټولو مرګونی کال و.

په راپور کې راغلي: «په ۲۰۲۳ کال کې د لادرکو کډوالو د پروژې د راټولو شوو معلوماتو پر اساس، په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه اته زره او ۵۶۵ کسانو د کډوالۍ په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی چې دا په تاریخ کې تر ټولو مرګونی کال ثبت شوی دی.»

د یاد سازمان په وینا، د ۲۰۲۳ کال د تلفاتو شمېر د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی ښيي او د لا ډېرو تلفاتو د مخنیوي لپاره بېړنيو اقداماتو ته اړتیا ده.

د کډوالۍ سازمان زیاته کړې چې د مدیترانې په سیندونو کې درې زره او ۱۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې لیکل شوي: «د کډوالۍ منظمې او امنې لارې محدودې دي او هر کال سلګونه زره کسان هڅه کوي چې له خطرناکو لارو نورو هېوادونو ته پناه یوسي.»

دا په داسې حال کې ده چې د خپرو شوو راپورونو له مخې، ناقانونه کډوالۍ تل د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو ژوند اخیستی دی.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.