ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ترکمن چارواکي د هرات نورالجهاد سب‌سټېشن د کاري بهیر پر چټکتیا غږېدلي

افغان او ترکمن چارواکي د هرات نورالجهاد سب‌سټېشن د کاري بهیر پر چټکتیا غږېدلي

author avatar
11 Mar 2024 - 11:23
افغان او ترکمن چارواکي د هرات نورالجهاد سب‌سټېشن د کاري بهیر پر چټکتیا غږېدلي
author avatar
11 Mar 2024 - 11:23

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۲): افغان او ترکمن چارواکو د هرات نورالجهاد سب‌سټېشن، له ترکمنستانه هېواد ته د برېښنا رالېږد او کاري بهیر چټکتیا په تړاو خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت تېره ورځ پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه شرکت چارواکو او د ترکمنستان د نړۍوالو تخنیکي پروژو مسوول او سفارتي استازو ترمنځ د نورالجهاد سب‌سټېشن او د برېښنا رالېږد پراختیايي پروژې په اړه ګډه ناسته کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، دې ناسته کې د اړتیا وړ تجهیزاتو رالېږد، د پروژې پاتې چارو بشپړولو لپاره د مودې غځولو، کاري بهیر چټکتیا او د بشپړو شوو برخو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د افغانستان برېښنا شرکت د تخنیکي څانګو ترمنځ له تخنیکي بحثونو وروسته به وروستۍ پایله له ترکمن لوري سره شریکه او د یادو مواردو په اړه به ګډ قرارداد چمتو او لاسلیک شي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.