ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د یوه سړک او ویالو جوړولو چارې پيل شوې

ننګرهار کې د یوه سړک او ویالو جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
12 Mar 2024 - 14:39
ننګرهار کې د یوه سړک او ویالو جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
12 Mar 2024 - 14:39

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې د ۸ ميليون او ۲۰۰ زره افغانيو په لګښت د يوه سړک او ویالو جوړېدو چارې پيل شوې.

مسوولین وايي، دغه پروژه څه باندې درېیو مياشتو کې بشپړېږي او ګڼو کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ وياند بختي‌جان مراد د کب په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د جلال‌اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند قاري جان شهيد ساحه کې د يو سړک او ویالې جوړېدو کارونه پیل شول.

هغه زياته کړه، ياد سړک ۹۱۳ متره اوږدوالی لري او دواړو خواوو ته ویالې هم لري چې په معياري ډول جوړېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه پروژه باندې د نړۍوال بانک ۸ ميليونه او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (UNOPS) په تخنيکي همکارۍ جوړېږي.

بلخوا د سيمې اوسېدونکي د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.

ځایي اوسېدونکي رحمت‌الله پژواک ته وويل: «دا سړک ډېر زيات خراب شوی و، ویالې يې هم خرابې وې، خلک به د باراونو پرمهال ډېر په تکليف وو، اوس چې بیا جوړېږي، نو موږ ډېر خوښ یو.»

مسوولين وايي، هڅه کوي چې د مرستندويه ادارو په همکارۍ په جلال‌اباد ښار کې د ټولو فرعي او عمومي سړکونو رغونه او بیارغونه ترسره کړي.

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.