ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار مالداران د څرځايونو کموالي او وچکالۍ اندېښمن کړي

12 Mar 2024 - 13:40
12 Mar 2024 - 13:40

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): په ننګرهار کې يو شمېر مالداران وايي، د څرځايونو کموالي، وچکالۍ او څارويو ته یې پر وخت د واکسين نه رسېدو له امله ورځ تر بلې څاروي کمیږي.

هغوی له حکومت او مرستندويه ادارو په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي او وايي، که پاملرنه ورته ونه شي؛ نو مالداران به له لوی زيان سره مخ شي.

د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين هم په ځينو برخو کې ستونزې مني خو وايي، د ستونزو د حل لپاره يې ځيني ګامونه هم پورته کړي دي.

د محمدعارف په نوم يو کوچی چې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په يوه لرې پرته دښته کې خپل څاروي څروي، وايي، د پخوا په پرتله څرځايونه ډېر کم شوي، وچ واښه هم ګران شوي او د څارويو درملو ته يې هم وس نه رسېږي.

دی وايي، د دغو ستونزو له امله ورځ تر بلې د دوی مالداري مخ په کمېدو شوې او که يې حکومت ستونزې حل نه کړي نو دوی به له لوی زيان سره مخ شي.

دغه راز، د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اړوند د تور غر سيمې يو اوسېدونکي ګل‌ولي پژواک ته وويل، څرځايونه کم شوي او يا هم بيخي له منځه تللي، وچکالي هم ډېره ده حکومت بايد مالدارانو ته بديلې زمينې برابرې کړي.

هغه زياته کړه: «شنه نشته، بوس هم په خلاصېدو دي، زموږ د حکومت نه خواهش دی چې د مالونو په خوراکه او واکسین کې کمک وکړي.»

دغه راز د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ يو مالدار حبيب‌الرحمن وايي، حکومت او مرستندويه ادارې دې له دوی سره مرسته وکړي چې څاروي له منځه ولاړ نه شي.

دی زياتوي: «دولت نه مو ډېره تقاضا ده چې مالدار ته بايد ډېر پام وشي، د دانو وخت کې دانې ورکړل شي، واکسين ورکړل شي، مالدارانو ته ډېر تاوانونه اوښتي، ډېر مالونه يې وچکالۍ له منځه وړي دي.»

بلخوا د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولین هم په ځينو برخو کې د مالدارانو ستونزې مني خو وايي، د واکسين او درملو برخو کې يې ورته ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د دغه رياست د مالدارۍ برخې مسوول ضمیراحمد بهسودی وايي، په دغه ولايت کې ډېر هغه څرځايونه چې ځمکې يې غصب شوې وې، بېرته له غصبه خلاص شوي او مالدارانو ته په واک کې ورکول شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه راز پر وخت ټولو څارويو ته ډول ډول واکسين او درمل هم رسېدلی همدا اوس هم ډېرو ولسواليو کې دا کمپاين روان دی.

د يادونې ده، په ځينو سيمو کې ډېر کله د څرځايونو پر سر شخړې هم رامنځته شوې خو مسوولين وايي، اوس دا ستونزې تر ډېره حل شوې دي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version