کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): کابل ښاروالۍ وایي، د کابل ښارد یوولسمې ناحیې اړوند، سره مېنه او د نوې پروژې په دویم مارکېټ سیمه کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د دوو فرعي سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره د سیمو د اوسېدونکو ستونزې حل او هغوی ته ګڼ شمېر ټرانسپورتي او ټولنیزې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، څلورم ګذر کې یو سړک د ۵۳۲ مترو په اوږدوالي او د نهو مترو په سور د ۵،۸ میلیون افغانیو په لګښت بشپړ شوی دی.
د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دیارلسم ګذر کې یو سړک د ۳۵۷ مترو په اوږدوالي او اووه مترو سور، د لښتيو په ګډون د ۵،۷ میلیون افغانیو په لګښت بشپړ شوی دی.
سرچینه کاږي، د یادو دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د یادونې ده، دغه سړکونه ښاریانو ته د اسانتیاوو او کاري بوختیاوو برابرولو په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مرسته جوړ شوي دي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن