ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چین ځانګړی استازی وايي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

د چین ځانګړی استازی وايي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

author avatar
12 Mar 2024 - 17:45
د چین ځانګړی استازی وايي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي
author avatar
12 Mar 2024 - 17:45

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو ځانګړي استازي په دغه هېواد کې له افغان سره په لېدنه کې ویلي، هېواد د افغانانو ملي حاکميت ته درناوی لري او په کورنیو چارو کې یې مداخله نه کوي.

په چین کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې افغان سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي یوشیاویونګ سره وکتل.

سرچېنې لیکلي، په دغه لېدنه کې په دغه لېدنه کې د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو ځل بیا د خپل هېواد هغه موقف تکرار کړ، چې د افغانانو ملي حاکميت ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.

افغان سفارت لیکلي چې په دغه لېدنه کې د چين او افغانستان تر منځ د سیاسي روابطو پر لا پراختیا، همدارنګه له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره د اقتصادي اتصال، تجارتي، روغتیایي، ترانزیټي، د دواړو هیوادونو تر منځ پر قونسلي مسائلو او یو شمیر نور مواردو باندې خبرې وشوې.

Views: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.