ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایرلینډ سره شل‌اوریزې سیالۍ؛ د راشدخان په مشرۍ ملي لوبډله اعلان شوه

له ایرلینډ سره شل‌اوریزې سیالۍ؛ د راشدخان په مشرۍ ملي لوبډله اعلان شوه

author avatar
13 Mar 2024 - 23:45
له ایرلینډ سره شل‌اوریزې سیالۍ؛ د راشدخان په مشرۍ ملي لوبډله اعلان شوه
author avatar
13 Mar 2024 - 23:45

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): له ایرلینډ سره د کرکټ شل‌اوریزو سیالیو لپاره د راشدخان په مشرۍ د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه چې تر ډېره په‌کې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون (د کب ۲۳مه) د شپې ناوخته د راشدخان په مشرۍ ملي لوبډله اعلان کړه.

راشدخان چې تېر کال په هند کې د یوه ورځني کرکټ له نړۍوال جام وروسته د نومبر په میاشت کې د ملا عملیاتو له امله له لوبډلې بهر و، اوس بېرته له ملي لوبډلې سره یوځای شوی دی.

د کرکټ بورډ له خوا اعلان شوې لوبډله کې راشدخان لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، محمدنبي، عظمت‌الله عمرزی، نوین‌الحق، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل‌الحق فاروقي، وفادار مومند، ننګیالی خروټی، فرید ملک، اسحق رحیمي، اعجاز احمدزی او صدیق اتل شامل دي.

په اعلان شوې لوبډله کې وفادار مومند، ننګیالی خروټی، اسحق رحیمي، اعجاز احمدزی او صدیق اتل نوي ځوان لوبغاړي دي چې د کرکټ څارونکو او مینه‌والو له خوا یې هرکلی شوی دی.

د کرکټ لوبې څارونکی او څېړونکی مشتاق رحیم د نوې لوبډلې په اړه په فېسبوک کې لیکلي، کرکټ بورډ زړه وکړ او زړوره پرېکړه یې وکړه.

ده زیاته کړې: «که درته ووایم، عجبه خوندوره ټیم یې ټاکلی، ډېر اګر مګر په‌کې نشته؛ اوس نو د مینه‌والو وار دی چې د بورډ، ټاکنیزې ډلې او دې لوبډلې ملاتړ وکړي؛ که ګټو نو ټولو اړوند مسوولینو ته پوره پوره کریډټ ورکړو او ستاینه یې وکړو، که یې خدای مه کړه بایلو، نو ډېر شور ونه کړ، د نن تاوان ته د اوږدمهالې پانګونې په سترګه وګورو.»

لیکوال، ژورنالېست او د کرکټ لوبې څارونکي اېمل پسرلي هم د نوې اعلان شوې لوبډلې ملاتړ کړی او ننګه یې کړې ده.

هغه په فېسبوک کې لیکلي: «ګومان کوم شل‌اوریزو ته هم عالي لوبډله اعلان شوې، پر زلمو باور شوی، بس چې د لوبېدو موقع هم ومومي غوړي به لا غوړ شي.»

که څه هم ایرلینډ له افغانستانه ټسټ لوبه وګټله خو افغانستان وکولای شول د یو ورځنیو نړۍوالو لوبو لړۍ دوه پر صفر وګټي.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لومړۍ شل‌اوریزه لوبه د جمعې په ورځ د مارچ په ۱۵مه، دویمه د مارچ په ۱۷مه او درېیمه د مارچ په ۱۸مه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.

[/restrict]

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.