هرات (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د هرات سیمهییز مسوولین وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي، سلګونه څاروي له منځه تللي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه هستوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.
د هرات د والي ویاند مولوي نثاراحمد الیاس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ولایتي ادارې د لومړنیو سروېګانو پر بنسټ، تېرو دوو ورځو کې د هرات د مرکز په صوفياباد سیمه کې د سخت باران له امله یو کور بشپړ ویجاړ شوی دی.
هغه وویل چې په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دې پېښې ترڅنګ، تېرو دوو ورځو کې د هرات ښار په څنډه او ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله زرګونه جریبه ځمکه ویجاړه او له ۲۵۰ تر ۳۰۰ هستوګنیز کورونه نیمايي با بشپړ تخریب شوي او دغه راز څه باندې ۵۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.
نوموړي څرګنده کړه چې د هرات د کهسان او رباط سنګي ولسوالیو اړوند سیمو کې د ژغورنې په عملیاتو کې هم په سېلابونو کې سلګونه ایسار کسان د ۲۰۷ الفاروق قول اردو امنیتي ځواکونو له لوري وژغورل شول.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن